خبرپاڼه

نېټه١٣٩٢، ٠٥، ٠٥

کندهار افغانستان- دکندهار ولايت د ميودند ولسوالۍ او د دريمې حوزې قومندانان په خپلو  دندو کي د بې غورې په تور له خپلو دندو څخه ليري سول.

د ميوند ولسوالۍ امنيه قومندان څارن عصمت الله په خپل دنده کي د بې کفايتي په تور له خپل دندي څخه تېره ورځ پر داسي مهال ګوښه سوى چي ، تېره اوني د نوموړي د دندي پر مهال  د ميوند ولسوالۍ د خاکي چوپان په سيمه کي د طالبانو له خوا، دوه  عرادې اکمالاتي موټران سوځول سوي دي او دغه قومندان بې غوره پاته سوى دي.

نوموړى دغه رازه  تېره اوني خپل پوليس د ميوند ولسوالي يادي سيمي ته پرته له دي چي مخکي له مخکي تحقيقات وکړ ي د عملياتو له لپاره استولي وه  څو د وسلوالو پر ضد عمليات وکړي خو طالبانو لا  وړاندي هلته ماينونه ښخ کړي وه چي پولس پر ختلي   او د ده ، د بې غوري او بې کفايتي له امله دوه پوليس شهيدان سوي دي چي له همدې امله څارن عصمت الله په خپل دنده کي د بې غوري په تور له خپل دندي څخه ليري  او زنداني سوى دي او دا مهال تر پوښتنو او ګروېږنو لاندي دي څو ديادو پيښو اصلي لامل په ګوته کړي.

په همدې توګه د دريمي حوزې آمر هم د خپل دندي څخه ځکه ګوښه سوى چي د دندي پر مهال بې کفايته پاته سوى دي.

دده د ندي پر مهال وسلوالو طالبان د شپې ناوخته د يادي حوزې پر يوه پوسته باندي وسلوال بريد کړي چي په نتيجه کي يې دوه پوليس شهيد، څلور زخميان  او ملکي خلګ هم زيانمن سوي دي.

ديادوني وړ ده چي ديادو ګوښه سو قومندانانو پر ځاى نوي کسان په اړونو سيمو کي په يادو ندو ګمارل سوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *