تاند- د ملګروملتو امنیت شورا د طالبانو له لوري د کابل پرونۍ حملې په کلکه او توندو الفاظو وغندلې او هغه یې وحشیانه او بُزدلانه تروریستي بریدونه وبلل.
د امنیت شورا غړیو په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې په دغو تروریستي حملو کې د وژل شویو کسانو له کورنیو، د افغانستان له حکومت او افغان ولس سره ژوره خواخوږي او خواشیني څرګنده کړې ده.
امنیت شورا همداراز ویلي چې له دا ډول ناورینونو سره د مقابلې لپاره د افغانانو د یووالي غوښتنه کوي.
د امنیت شورا غړیو په یوه خوله د ټولو ټپیانو د ژر تر ژره رغېدو هیله کړې ده.
د امنیت شورا غړیو په خپله اعلامیه کې د طالبانو، القاعده، تش په نامه اسلامی دولت او نورو وسله والو ډلو له لوري
خلکو، ملي امنیتي ځواکونو او په افغانستان کې مېشتو نړیوالو پوځیانو ته پر ګواښونو جدي اندېښنه ښکاره کړې ده.
د امنیت شورا ۱۵ غړیو د عدالت منګولو ته د کابل د تروریستي حملو د ترتیبوونکو، تنظیموونکو، تمویلوونکو او ملاتړ کوونکو د سپارلو پر ضرورت ټینګار کړی او له درستو دولتونو څخه یې غوښتي چې له نړیوالو قوانینو او د امنیت شورا له پرېکړه لیک سره سم په دې برخه کې له افغان چارواکو سره فعاله همکاري وکړي.
د امنیت شورا غړیو تاکید کړی چې تروریزم په هر شکل، بڼه او نوم؛ که په هره انګېزه، هر ځای او په هر علت د هر چا له لوري وي، جنایت او نه توجیه کېدونکی دی.
دې شورا دا هم ویلي چې تروریزم باید په کوم دین، سیمې، ملت، تمدن یا نژاد پوري ونه تړل شي.
دې شورا له ټولو هیوادونو غوښتي چې د تروریزم پر ضد په مبارزه کې همکاري وکړي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له وروستیو معلوماتو سره سم، د کابل په پرونیو تروریستي حملوکې ۲۲ تنه شهیدان شوي او ۱۲۰ نور ژوبل شوي دي.
د افغانانو سره د م م د امنیت شورا د غمرازۍ نه ډیره مننه. یواځې غندل او غمرازي کافي نه ده، کلونه مو په همدې تیر کړل او تیار مو د غندلو او غمرازۍ مضامین په کمپيوټرونو کې ثبت کړي او چې کله پيښه وشي بس شریک یې کړئ. عمل پکار دی، عاملین او تمویلونکې یې تاسو زمونږ نه ښه پیژنئ. بندیزونه پرې ولګوئ، منزوي يې کړئ. او یا خو داده چې چې ددې لوبې په بندولو ستاسو چکونه هم بندیږي.