تاند- د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د نهايي پایلو له اعلانه وروسته د ملګروملتو د امنیت شورا او د دې شورا ريیس د جمعې په ورځ د افغانانو زړورتیا وستایله چې د حملو په اړه د طالبانو له خبرداریو سره سره یې په انتخاباتو کې خپلې رایې استعمال کړې.

د ملګروملتو امنیت شورا په یوه پرېکړه لیک کې، چې د دې شورا ټولو ۱۵ غړیو په یوه خوله تایید کړی دی، ویلي چې دوی د هغو افغانانو د زړورتیا ستاینه کوي چې د طالبانو او سرزورو ترهګرو ډلو له خبرداریو سره سره یې په ټاکنو کې ګډون وکړ.

د امنیت شورا په پرېکړه لیک کې همداراز راغلي:«د شورا غړي افغانان د انتخاباتي بهیر، چې لا بشپړ شوی نه دی، دوام ورکولو ته هڅوي.»

د امنیت شورا غړیو د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو له دوو مخکښو کاندیدانو ښاغلیو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله او د هغو له ملاتړ کوونکو څخه غوښتي چې له انتخاباتي کمیسیونونو سره په تماس کې واوسي او د هغوی پرېکړو ته په زغم درناوی وکړي.

د امنیت شورا غړیو په خپل پرېکړه لیک کې په افغانستان کې واک لېږد ته د نړیوالې ټولنې پر ژمنتیا تاکید کړی دی.

د ملګروملتو سرمنشي بانکي مون هم په یوه اعلامیه کې افغانانو ته په انتخاباتي پروسه کې د دوی له لوري د ښکاره شوي جرات په خاطر مبارکۍ لېږلې.

سرمنشي ټینګار کړی چې انتخابات په افغانستان کې د سوله ییز سیاسي واک لېږد لور ته یو مهم ګام دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *