تاند- د پښتون ژغورنې غورځنګ یو شمېر پلویانو او په پاکستان کې له پښتنو سره پر زور زیاتي اعتراض کوونکو نن /دوشنبه/ د سویس په جینیوا کې د ملګروملتو د ودانۍ مخته مظاهره وکړه.
په کوزه پښتونخوا کې د پښتنو خلاف د پاکستان د پوځ د جنایتونو خلاف پښتنو فعالانو دا مظاهره په داسې وخت کې وکړه چې په جینیوا کې د ملګروملتو د بشري حقونو شورا ۳۸ مه غونډه روانه وه.
مظاهره چیانو په خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې د پاکستاني پوځیانو له لوري له پښتنو سره د ظلمونو او په افغانستان کې د ترهګرۍ د ملاتړ په خاطر د پاکستان د پوځ پر ضد شعارونه ورکړل.
په دې اعتراضي مظاهره کې یو شمېر بلوڅو، کشمیري او سندي فعالانو هم ګډون وکړ.
بلوڅ له کلونو راهیسې د پاکستان د پوځ د ځپنو خلاف وسله وال او سیاسي مقاومت کوي
خو د پښتون ژغورنې غورځنګ له ډېرو کلونو وروسته په کوزه پښتونخوا کې لومړنی خوځښت دی چې په عدم تشدد باور لري خو د پښتنو د ډلوژنې خلاف یې اواز پورته کړی دی.
د پښتنو نورو سیاسي ګوندونو، چې د پښتنو د حقونو د دفاع لپاره یې له کلونو راهیسې فعالیت کاوه، ظاهراً د پاکستان پوځ ته غاړه ایښې او د دغه پوځ د زورزیاتیو په وړاندې د اعتراض پر ځای یې غوره بللې چې په پارلماني انتخاباتو کې بریالي شي او صوبايي حکومت جوړ کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان له پوځ څخه د څه باندې ۳۲ زره پښتنو غوښتنه کوي چې پوځ نیولي او مړ – ژوندی یې معلوم نه دی.
د پښتنو په ملتپالو کوندونو کې د محمود خان اڅکزي په مشرۍ پښتونخوا عوامي ملي ګوند د پښتون ژورغونې غوځرنګ ملاتړ کړی دی.