تاند- ملګري ملتونه وايي، د اروپايي اتحادیې د غړیو هیوادونو له لوري خپل هیواد ته د افغان پناه غوښتونکو په زور استول نه یوازې په خپل هیواد کې د زرګونو بېرته لېږل کېدونکو ژوند له خطر سره مخامخوي بلکې د جنګ ځپلي افغانستان ستونزې نورې هم زیاتوي.
د بشري حقونو لپاره د ملګروملتو خاص راپورتر کلوکا بیاني افغانستان ته د وروستي سفر په لړ کې وویل«اوس د دوی بېرته استول ښکاره ده چې بې ثباتي زیاتوي، د افغانستان اقتصادي او ټولنیز شرایط د دوی لپاره مساعد نه دي. حکومت په زغرده وايي، موږ امکانات او ظرفیتونه نه لرو.»
د ملګروملتو په وینا سږ کال د جګړو د دوام له کبله ۴ لکه ۱۱۳۲۷ نور افغانان په خپله خاوره کې بې ځایه شوي دي. ۵۰۹۱۵۰ نور افغانان مجبوره کړای شوي چې له پاکستانه خپل هیواد ته لاړ شي او په مجموع کې سږ کال ۲ ملیونه افغانان خوځېدلي راخوځېدلي چې دا له ۲۰۰۲ را وروسته په یوه کال کې تر ټولو زیات افغانان دي چې له یوه ځایه بل ته ځي.
د ملګرو ملتو د شناندو په وینا، د افغانستان له حکومت سره د اروپايي هیوادونو وروستۍ موافقه به د افغانستان پر اقتصاد او د کار پر وضعیت نور فشار راوړي او دا احتمال شته چې ځوانان د یاغیانو لیکو ته لاړ شي.
په جرمني کې د افغانستان سفیر ویلي چې له دغه هیواد سره د موافقې پر اساس به هره اوونۍ پنځوس تنه رد شوي افغانان بېرته افغانستان ته استول کېږي.
د ښاغلي حمید صدیق په وینا یوازې هغه افغانان به بېرته افغانستان ته لېږل کېږي چې درې ګونو محکمو د دوی د پناه غوښتنلیکونه رد کړي وي.
اکثره اروپايي هیوادونه د هغو پناه غوښتونکو لحاظ کوي چې ښځې او ماشومان ورسره وي.