مېرمن پیلي

تاند- د ملګروملتو د بشري حقونو مشرې نن/سې شنبه/ وویل، افغانستان په یوه حساس پړاو کې دی، باید هلې ځلې وکړي چې امنیتي او سیاسي بریاوې یې ضایع نه شي.

د م.م. د بشري حقونو کمیشنرې ناوي پیلي د افغانستان د لومړني رسمي سفر په ترڅ کې نن په یوه اعلامیه کې ویلي:افغانستان له روان سیاسي، امنیتي او اقتصادي لېږد سره چې په ۲۰۱۴ کې بشپړېږي په واضح ډول په یوه حساس پړاو کې دی. دا ټول (سیاسي اقتصادي او امنیتي لېږد) به د دغه هیواد د خلکو پر بشري حقونو اغېز ولري.»

مېرمن پیلي همداراز ویلي:«په تېرو دوولس کلونو کې افغانستان د بشري حقونو د وضعیت د ښه کېدو په برخه کې ځیني اوڅارې (برجسته) بریاوې لرلي، خو دا لاسته راوړنې نازکې دي او له لاسه په اسانه وتلی شي. افغانان اندېښنه لري چې په مجموع کې په مختلفو برخو کې د بشري حقونو وضعیت مخ په خرابېدو دی.»

پیلي وویل چې دې د افغان ښځو د حقونو، همداراز د راتلونکي کال په انتخاباتو کې د ټولو افغانانو د ګډون د حق د یقیني کولو په اړه خبرې کړي.

پیلي د افغانستان پر حکومت ږغ وکړ چې د هیواد د راتلونکې د تضمینولو لپاره هڅې وکړي.

«زه د ولسمشر کرزي او حکومت له خوا د اضافي هلوځلو غوښتنه کوم چې په تېرو دوولس کلونو کې به د بشري حقونو په برخه کې ترلاسه شوې کامیابۍ تر انتخاباتو په رامخکې څو میاشتو کې د سیاست نه قرباني کېږي.»

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *