تاند- له اوږده ځنډه وروسته له پاکستانه خپل هیواد افغانستان ته د افغان کډوالو د راستنېدو د لړۍ په لومړۍ ورځ ۲۰۰ کورنۍ د دوشنبې په ورځ له خیبر پښتونخوا څخه په تورخم راواوښتې.
دا خبره په خیبر پښتونخوا ایالت کې د مهاجرو کمیشنرۍ تایید کړه، ویې ویل چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو د لړۍ په لومړۍ ورځ شاوخوا دوه سوه کورنۍ خپل هیواد ته ستنې شوې.
دا کمیشنري وايي چې د ۲۰۱۶ په دسمبر کې د افغانستان د هوا د سړېدو له کبله د افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ موقتاً ودرول شوه.
د کمیشنرۍ یوه چارواکي وقار معروف وویل چې له درې میاشتې ځنډه وروسته دا بهیر بېرته پیل شو او تمه لري چې په لکونو افغان کډوال به بېرته افغانستان ته ستانه شي.
اکثره بېرته راغلي افغان کډوال وايي چې د ملګروملتو د کډوالو لویه کمیشنري د وعدې خلاف لږ پیسې ورکوي.
پخوا ټاکل شوې وه چې هر بېرته ستنېدونکي افغان ته ۴۰۰ امریکايي ډالر ورکړي خو اوس د بودجې د کموالي په پلمه یو این ایچ سي ار بېرته ستنېدونکو ته ۲۰۰ ډالره ورکوي.
افغان کډوال مکلف دي چې پېښور ته نژدې څمکنو ته لاړ شي او د بېرته ستنېدو لپاره نومونه ثبت کړي.
تراوسه پوري د سپین بولدک له لارې له بلوچستان ایالته افغانستان ته د بېرته راغلیو کډوالو د شمېر په اړه څه نه دي ویل شوي.