تاند- د ملګروملتو د کډوالو لوی کمیشنر وايي، مخکې تر دې چې تېر کال ډېر شمېر افغانان اروپا ته مهاجرت پیل کړي، نړیوالې تولنې بې ځایه شوي افغانان هېر کړي وو.
فیلیپو ګراندیا پرون /شنبه/ د ایران په سفر کې وویل، د ملګروملتو د کډوالو د لویې کمیشنرۍ د مشر په توګه د ده لومړنۍ سیمه ییز سفر پر افغان کډوالو متمرکز و.
ګراندي په تهران کې د ایران د کورنیو چارو له مرستیال وزیر حسین ذوالفقاري سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل:«له بده مرغه افغان کډوال د نړیوالې ټولنې له لوري هېر کړای شوي دي. کله چې دوی له ګڼو نورو پناه غوښتونکوسره یوځای اروپا ته تګ پیل کړ ناببره نړیوالې ټولنې ته ورپه یاد شول.»
د ملګروملتو پر اساس په ایران کې ۹ لکه ۵۰ زره راجستر یا ثبت شوي افغان کډوال اوسي خو د ایران د کورنیو چارو وزارت اټکل کوي چې په دغه هیواد کې د دېره افغانانو شمېر شاوخوا ۳ ملیونو ته رسېږي.
ګراندي له نړیوالې ټولنې په کلکه وغوښتل چې د ایران له لوري د کډوالو د ساتنې د پروګرامونو ملاتړ وکړي او که دا کار ونه کړي کډوال به نورو خواوو ته مخه کړي.
د ده اشاره اروپايي هیوادونو ته وه چې په وروستیو دوو کلونو کې افغانانو په پراخه پیمانه ورمخه کړې ده.
ذوالفقاري خبریالانو ته وویل چې ایران نورو هیوادونو په تېره بیا اروپا ته د غیرقانوني کډوالو د تګ د مخنیوي لپاره لویه بیه پرط کړې ده.