تاند- د کډوالو لپاره د ملګروملتو لوی کمیشنر وايي، په تېرو ۴ کلونو کې تر ۴۰ زره زیات ملکي افغانان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
فیلیپو ګراندي د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د دوه ورځني سفر په پای کې یوې خبري غونډې ته وویل، یوازې د روان میلادي کال له پیله تر اګست پورې په ۷ میاشتو کې تر ۲ لکه زیات افغانان د جګړو له لاسه بې ځایه شوي او تر یو نیم لک نور د وچکالۍ له کبله د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.
ده وویل، جنګ، ناامني، بېوزلي او وچکالي تر هر څه زیات افغانان تاواني کړي دي.
د ملګروملتو د لویې کمیشنرۍ کمیشنر فیلیپو ګراندي او د ملګروملتو د بشري چارو غږملوونکی (تنظیموونکی) مارک لوکوک پرون د افغانستان ۲ ورځنی سفر پای ته ورساوه.
دوی د افغانستان د سفر په لړ کې د ولسمشر غني په شمول له جګپوړو افغان چارواکو سره وکتل.
د ملګروملتو دواړو چارواکو پر نړیوالو ږغ وکړ چې افغانستان تر هغه څه چې فکر کېږي، زیاتې فوري مرستې ته اړتیا لري.