سرمنشي انتونیو ګوتېرېش

تاند(شنبه، د میزان ۲۷) د ملګروملتو سرمنشي انتونیو ګوتریش د ننګرهار په هسکه مېنه کې د جمعې د ورځې وحشیانه برید په کلکه وغانده.

د ننګرهار د هسکې مېنې د جودرې په جامع جومات کې په داسې حال کې چاودنه شوې چې ګڼ خلک د جمعې پر لمانځه ولاړ ول.

سرمنشي ویلي، د دې برید له عاملانو سره باید حساب وشي.

وسله والو طالبانو ویلي چې دوی په دې برید کې لاس نه لري خو په ننګرهار کې د طالبانو ترڅنګ داعش هم دې ته ورته بریدونه کوي.

تر دې څو ورځې وړاندې په لغمان کې په یوه تراکتوربمي برید کې، چې طالبانو یې مسوولیت په غاړه واخیست یو جومات او مدرسه ونړېدل او د مدرسې ګڼ شمېر زده کوونکو ته مرک ژوبله واوښته.

د ملګروملتو سرمنشي د هسکې مېنې د خونړۍ حملې د قربانیانو له خپلوانو سره ژوره خواخوږي څرګنده کړې او د ټپیانو د ژر تر ژره رغېدو هیله یې کړې ده.

د ځینو راپورونو له مخې، په دې پېښه کې ۷۰ تنه وژل شوي او نژدې ۶۰ نور ژوبل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *