تاند (جمعه، د میزان ۱۲) د ملګروملتو سرمنشي په افغانستان کې د ماشومانو د مرګ ژوبلو پر ډېرېدو د ژورې اندېښنې د حرګندولو په ترڅ کې وویل، په افغانستان کې د امنیتي وضعیت خرابېدا په تېرو ۴ کلونو کې د څه باندې ۱۴ زره ماشومانو د مرګ ژوبلې سبب شوې ده.
د ملګروملتو سرمنشي انتونیو ګوتیریش پرون (پنجشنبه) په یوه بیان کې د ټولو خواوو له لوري د ماشومانو پر ضد تشدد غندلی او ویلي یې دي چې په افغانستان کې د ماشومانو پر ضد پراخو او شدیدو سرغړونو سخت خوابدی کړی دی.
د ملګروملتو د راپور له مخې په تېرو ۴ کلونو کې په افغانستان کې ۳۵۰۰ ماشومان وژل شوي او تر ۹ زره ډېر نور ژوبل شوي دي.
د ملګروملتو سرمنشي د پنجشنبې په ورځ په دې راپور کې ویلي چې ژوره اندېښنه یې په ځانګړې توګه په هوايي بمباریو کې، چې د حکومت یا د حکومت د پلوي ځواکونو له لوري کېږي، د ماشومانو د مرګ ژوبلو د زیاتېدو له درکه ده.
د راپور له مخې، په هوايي بمباریو کې د ماشومانو مرګ ژوبلې له ۲۰۱۵ م کال را په دې خوا کال په کال زیاتې شوې دي.
په ۲۰۱۵ م کال نژدې ۱۲۶۰۰ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
په ۲۰۱۸ م کال یوزرو ۴۹ ماشومان وژل شوي دي.
د ملګروملتو په راپور کې راغلي چې د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۸ ترمنځ په هوايي حملو کې ۴۶۴ ماشومان وژل شوي چې په یاده موده کې د ټولو وژل شویو ماشومانو په سلو کې ۴۰ کېږي.
سرمنشي ویلي چې طالبان د اکثرو ماشومانو د مرګ ژوبلو مسوولیت په غاړه لري او د داعش له لوري د ماشومانو مرګ ژوبلې هم مخ په ډېرېدو دي.