تاند- د ملګروملتو سرمنشي بانکي مون نن د افغانستان د ولسمشرۍ له دواړو کاندیدانو وغوښتل چې له هغې ژمنې سره سم چې د جولای په دوولسمه دوی په خپل منځ کې کړې وه، د ملي یووالي د حکومت د جوړولو موافقه نهايي کړي.
په نیویارک کې د ملګروملتو له مقر څخه د یوې خپرې شوې اعلامیې له مخې سرمنشي تاکید کړی چې دا د افغانستان لپاره حیاتي شېبه ده او د افغانستان له ګڼو ستونزو سره د مقابلې لپاره حقیقي مشارکت ته اړتیا ده.
ده همداراز ویلي، دواړه خواوې سوکاله او سوله ییزه راتلونکې ته د افغانستان د هدایت کولو لپاره حقیقي مسوولیت لري.
بانکي مون د افغانستان ستونزو او چلینجونو ته په اشارې ویلي چې دا یوازې په ګډه حل کېدای شي.
د ملګروملتو سرمنشي یادونه کړې چې د جولای په دوولسمه نېټه دواړو کاندیدانو موافقه لاسلیک کړه چې د نړیوالو تر څارنې لاندې د ټولو رایو د تفتیش په پای کې به دانتخاباتو نتیجه مني او د ملي یووالي حکومت به جوړوي. دا موافقه د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کیري په ملاتړ ترلاسه شوه.
د ملګروملتو د سرمنشي په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې د افغانستان د ولسمشرۍ د دوهم پړاو انتخاباتو د ټولو رایو د تفتیش کار د روان سپټمبر په څلورمه پای ته ورسېد او تمه ده چې ژر د انتخاباتو نتیجه اعلان شي.
سرمنشي هیله څرګنده کړې چې کاندیدان به پر خپلو ژمنو ودرېږي، د انتخاباتو پایلې به ومني او دا امکان به برابر کړي چې په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره په سوله ییز ډول واک انتقال شي.
پرون د امریکا متحدو ایالتونو هم ورته هیله څرګنده کړې وه.
په همدې حال کې د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون سرچینې وايي، ګومان نه کوي چې دا اوونۍ دې د انتخاباتو پایلې اعلان کړي. د کمیسیون یوې سرچینې تاند ته وویل چې لا دوې یا درې نورېژ مرحلې پاتې دي. مخکې یوې بلې سرچینې ویلي و چې ممکن سبا د انتخاباتو پایلې اعلان شي.
ملل متحد دی ددموکراسی دپلي کيدو لاره غوره کړی نه ده هغه ملی وحدت حکومت چي بايلونکی کانديد خپل دشر ، فساد او قراردادی ډلو ځا پر ځايي کول غواړی، أيا دامريکا لپاره رالتونکی په خپلو پښو ولاړ افغانستان بهتر دی که دشراوفساد نه ډک افغانستان،زما نظر دادی چي امريکا دی په خپل خارجی سياست کی دافغانستا په هکله بدلون راولی اود ريښتينی دموکراسی پلوی وکړی.
ښاغلی سرمنشی ستاسو د اعلامیی په ارتباط ماته یوه ټوکه رایاده شوه.
وایی چی په پخوا وختونو کی زمونږ د بامیانو ولایت کی سیلاب راغلی وو خلکو له اوبو نه لرګی او بوټی راټولول . پدی وخت کی په اوبو کی کوم غټ لرګی ته ورته یو شی را روان و نو یوه سړی اوبو ته ځان ورواچاو چی را وایی خلی . خو دا شی ډیر دروند و او د سړی زور نه پری رسیده . نژدی و چی زمونږ هیواد والی په اوبو کی غرق شی. ورور یی ورته وویل چی بیل بیل یعنی خوشی یی کړه . په اوبو کی سړی ورته وویل چی مه خو میلم اونمیله، یعنی زه یی خوشی کوم خو هغه می نه خوشی کوی.
اوس د تحول ټیم منلی ده خو ګل مرجان یی نه منی.
که په حقیقت کې د (م. م) سرمنشي ، ناټو سر مشریزې او د سیمې استخباراتي کړیو د افغانستان له اوسنۍ سر مشریزې سره یو ځای د افغانستان د راتلونکي نظام پر خلاف د خپلو شخصي ګټو په خاطر تر یوه غړوندي سرونه نه وای سره ایستلي او په ریښتیا یې خبره له عمل سره یو خېل وای نو بیا به موږ باور کړی وای چې د بانکي مون دا خبره سمه ده . خو اوس چې لیدل کېږي دا هم یوه بله دوکه او تر پلو لاندې مولۍ ده چې په پای کې به بل څه ترې را ووځي . هغه هم د افغانستان په شمال شرق کې د روس ، چین او شمالي کوریا د مخنیوي په خاطر د امریکا د بلې نظامي قرارګاه جوړولو ډرامه . همدا لامل دﺉ چې د افغانستان د انتخا با تي رأیو صندوقونو ته یې چغل نیولی ، او دا څو میاشتې د خلکو پاکې رأیې د خپلوناولو امتیازاتو ترلاسه کولو له پاره یوې او بلې خواته سره غورځوي را غورځوي . او افغانستان او د افغانستان خلک یې د خپلو غیر مشروع موخو قرباني کړل . ځکه عبدالله عبدالله ته ویل کېږي چې سره له خپلې ماتې دا انتخابات او حکومت ونه مني ، او ده ته وعدې ور کړ شوې چې د انتخاباتي ګورګورو د وېش واک تاته در کوو . خو زموږ برخه به هم په کې وي . او عبدالله هم ور سره منلې ده . خو ټول ملت پر دې توطیْه اوس پوه دﺉ .