د ملي وحدت حکومت له سخت دوه کلن سخت مزل وروسته او د بروکسل تاريخي د کنفرانس په درشل کې د هېواد شپږ لوی ولایتونه او لسګونه ولسوالۍ د وسلوالو مخالفانو له لوړ تهدید سره پداسې حال کې مخامخ دي، چې لا وړاندې يې څو ولسوالۍ تر خپل کنټرول لاندې راوستي دي.
د افغانستان د وسلوالو مخالفانو له لوري پيل شوی جنګ د کندوز، زابل، اروزګان، فراه، بادغيس او هلمند ولایتونو تر مرکزونو رسېدلی. د دغو ولایتونو د مرکزونو اوسيدونکي يې له ډېرو ستونزو سره مخ کړي دي.
د روانو جګړو په وړاندې وسلوالو مخالفانو د هېواد څو ولسوالۍ تر خپل کنټرول لاندې راوستي او طالبیزم نظام پکې پلی کېږی.
د روانو جګړو په غځېدا کې یوازې د هېواد ملي امنيتي، کشفي او دفاعي ځواکونو رهبرۍ ګرمې بلل کېدای، او دلايلو ته يې هم په لاندې توګه اشاره کېدای شي.
په تېرو دوه کالونو کې سلګونه میله وسله، زريدار ټانګونه او مهمات د دولت وسلوالو مخالفینو لاس ته ولوېدل، پوستې، ولسوالۍ، حوزې او حتی د هېواد کندو (قندوز) يې د څو ورځو لپاره تر خپل کنټرول لاندې راوسته.
زرګونه امنيتي سرتيري او ملکيان شهیدان، ټپيان او یا هم بې کوره شول
ډېری داسې شواهد موجود دی، چې د امنيتي ځواکونو یو شمېر مسوولين تيل، خوراکي توکي او نور په بازارونو کې خرڅوي، سره لدې چې باید وویل، شي کله چې يوه ولسوالۍ محاصره وي دوی یوازې د ځان دفاع کوي نو هلته په زرګونه ليټره تيل څنګه او چیرته مصرف شي، چې دوی يې بیا وختی د مصرف اسناد تير او پیسی يې جیب ته اچولې وي.
نظم، ډسپلين، همغږي، د مراتبو سلسلې مراعت او عسکري ریفورم وجود نلري، ملي اردو ځان مستقل او ملي امنيت ځان اوپراتيفي بولي، چې جنګ يې په ډېری ځایونو کې ملي او محلي پوليسو ته پرېښی وي، پداسې حال کې چې تر ټولو بې کیفیته سلاح او مهمات له دوی سره وي.
په تېرو دوه کالونو کې د مخدره توکو یوازې د ګوتو په شمار قچاقبران نیول شوي او ډاډمن یم چې زياتره به يې د پيسو په زور بېرته خوشي وي، کوم څوک چې د مخالفینو د تمویل اصلي مراجع بلل کېږي
د ملي امنیت عمومي ریاست او د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو له لوري کمه توجويي
په نظامي سیستم کې د مجازاتو د اصل نه مراعت کول، دوی یوازې مکافت کېږي او بس!
په مرکز کې د وزارتونو او ملي امنیت عمومي ریاست او د ولایاتونو په مرکزونو کې د قومندانیو، لواګانو او رياستونو کې د قدرت انحصار
تر ولسمشره د حقایقو نه رسيدل، ډاډمن یم جناب ولسمشره! چې تاسو ته فلتر شوي مسایل او موضوعات در رسېږي نه حقایق
پورته او نورې ډېرې ستونزې شته چې ولسوالۍ، حوزې او حتی ولایاتونه یې د سقوط سره مخ کړی دي، ځکه چې
د کورنيو چارو او دفاع چارو وزارتونو او ملي امنیت عمومي ریاست په پيژنتونونو کې ژور فساد موجود دی، د اهلیت، شایستګۍ او ژمنتيا پر بنسټ نه بلکه د پيسو په مقابل کې مقرریانې کېږي.
په ولایاتونو او ولسواليو کې د مدیرانو، امرینو او معاونینو د مقررۍ، تغیرۍ او تبديلۍ ته نه پاملرنه
د امنیه قومندانانو، رئیسانو او د حوزو امرینو له لوري لسګونه سرتيري په خپلو کورونو کې توظیفول، چې د دوی د کورنۍ امنیت وساتي او کورنۍ يې شاهي ژوند تېر کړي.
د خيالي او خدمتي پرسونل د حده زياتوالی
د موقف څخه ناوړه ګټه پورته کول، (د وظایفو په جریان کې شخصي دښمنۍ پالل)
په منظمه توګه د سوق او ادارې نشتوالی
تر ولسمشره د حقایقو نه رسیدل
او نورې ډېری ستونزې دي چې یادول او لوستل يې وخت ته اړتیا لري.
نا امنی هغه جاهل او د مجاهد ملت ضد لږه کۍ یی خپروی چه دبن له شر نه سرچینه اخلی او دحکومتی امکاناتو او صلاحیتونو نه د نا امنی او شر د غځیدو لپاره کار اخلی چه یوه ژوندی خبیثه نمونه یی همدا اوس د بغلان د امنیت آمر دی چه پښتانه مهاجرین د طالبانو په نامه بمباردوی ،جیلونو کی یی اچوی او نور رذایل ترسره کوی هغه څه چه ددوی دشآن،مفکوری او تربیی تقاضا ده ،دهمدوی د جنایاتو او رذایلو نه خلک مجبور شول چه طالبانو ته ورشی .
دا ډول ارذل الناس حکام چه د بن د معاملی دلا ری د شر لپاره قدرت ته رسول شوی پخپل دون همتی سره د حکومت دننه ناامنی غځوی او حتی یوبل عمیل ډلګی یی بروکسل ته لاړ چه د اشرف غنی غږ ضعیف کړی خو دوی خپله وشرمیدل او اصلی څیره یی بربنډه شوه .
دا مفسدین په شر او نفاق کی خپله بقا لټوی او د ۱۵کلو دحساب د مخنیوی لپاره شر اونفاق ته لمن وهی ،د صلحی مخالفت کوی ،مصلحین کار ته نه پریږدی او دملت د وحدت او قوی حکومت مخنیوی کوی چه دا دحکومت دننه خو مخالف مسلح ډلګی چه منافقانه رول لوبوی تر نورومسلح مخالفینو چه دحکومت نه بهر دی ډیر خطرناک او مخنیوی یی ډیر ضروری او اول باید چاره یی وشی ورنه ټول مثبت تلاشونه ضایع او د خاورو سره خاوری کیږی.