د بدخشان پېښې چې د ملي اردو ۳۱ تنه سرتېري په‌کې د وسله والو مخالفانو له‌خوا په خورا بي رحمۍ شهیدان کړای شول، ټول ولس ته ټکان ورکړی دی.  په تېره بیا کله چې د وژل شویو سرتېرو بوږونکي انځورونه په خواله رسنیو کې خپاره شول، نو له هر چا سره وېره او ګڼې پوښتنې پیدا شوي دي، نه پوهېږي چې هېواد یې په کومه خوا روان دی او له دغه ناوړه امنیتي حالت سره به یې امنیتي چارواکي او حکومتي مشران څه ډول چلند کوي؟ پرون په همدې خاطر د ولسي جرګې دفاعي کمیسیون امنیتي چارواکي ور بللي و، هلته چې کله دغه چارواکي د بدخشان د پېښې او په ټول هېواد کې د امنیتي حالت په باره کې وغږول شول، د امنیتي ځواکونو د رهبرۍ، نظم، همغږۍ او عالي منصبدارانو د کمزورۍ په اړه ځیني داسې حقایق راڅرګند شول، چې دغه ویره یې لا پسې زیاته کړه. لوی درستیز شیرمحمد کریمي وویل چې ملي اردو یوازې څلور جنګي الوتکې په اختیار کې لري، چې هغه هم دوه په جنوب او دوه په شمال کې دي. په داسې حال کې چې د کورنیو چارو وزیر ښاغلي علومي وویل چې دا مهال شاوخوا شل ولایتونه له امنیتي ګواښ سره مخ دي، په دې کې یوولس ولایتونه د سخت او لوړې کچې ګواښ سره مخ دي. دومره سترې جګړې او ګواښ په مقابل کې موږ هوايي ځواک نه لرو او له بلې خوا مو په امنیتي ادارو کې د فساد او بي نظمۍ باره کې رپوټونه اورو چې لوړو پوړې جنرالان او چارواکي یا په واسطو مقرر شوي او هم فساد کې غرق دي، خو عادي سرتیري هره ورځ د دوی د بي کفایتۍ له امله ژوند له لاسه ورکوي، د جګړې په سنګرونو کې پراته دي مرستې نه ورسیږي او دوی قرار کابل کې او لویو بیسونو کې ناست دي نه پوهیږي له دغه حالت سره څه وکړي او یا یې هیڅ په ځان نه راوړي.

 د بېلګې په توګه کونړ ولایت کې سرحدي ځواکونو څو پوستې له ډېر وخت راهیسې محاصره دي او هیڅ مرسته نه ده ورسیدلې، اخر دغو ځواکونو له آزادۍ راډیو سره تماس نیولی او ورته یې ویلي چې ټپیان ورسره پراته دي او د دوی په مخ کې سلګۍ وهي، خو له مرکزه مرسته نه ورسیږي. ښايي دې ته ورته نورې ډېرې پېښې او جګړې روانې وي، څوک پوهېږي چې همدا اوس به د هېواد په کومو کومو سیمو کې زموږ سرتېري له ورته حالت سره مخ وي او موږ به پرې خبر نه یوو، د بدخشان پېښه د خپل نوعیت او د ډېرو تلفاتو له امله رسنیزه شوه او د پټېدو نه وه، کنه دلته هم لومړي سر کې رښتیا خبره نه کېده وروسته د وژل شويو شمېر او دا چې څنګه دا پېښه رامنځته شوه په اړه حقایق را برسیره شول. بله خوا د ولسمشر او اجرايي رییس ترمنځ د اختلاف له امله لا هم موږ د جنګ وزیر نه لرو، خو  ددوی ترمنځ سیاسي ناندرۍ روانې دي، چې دا هر څه د سرتیرو په روحیه ژوره اغیز لري او د جګړې په خاطر په هغوی کې انګیزه له منځه وړي.

د بهرنیو ځواکونو له وتلو او د هغوی د جنګي ماموریت له پای ته رسیدو وروسته د جنګ ټول فشار زموږ پر امنیتي ځواکونو دی، دلته د مخالفانو په ضد په هوايي ځواک سمبال د ناټو یو نیم لک سرتیرو له وسله والو سره جګړه کوله، یو ناڅاپه د هغوی وتلو سره دا جګړه افغانانو ته ور له غاړې شوه، خو هغه تجهیزات او وسایل چې ناټو درلودل د افغان ځواکونو په اختیار کې نشته، نو طبیعي ده او ددې وړاندوینه کېده چې زموږ ځواکونه به په‌دې جګړه کې له دغسې ستونزو او چلنجونو سره مخ کېږي.

اوس پوښتنه دا ده چې ولسمشر او اجراييه رییس دا اووه میاشتې په اختلاف او سیاسي ناندریو تېرې کړې، دغه اختلاف که دوی ته څه ګټه رسولي وي، نو بیا دې له دې وروسته هم دوام ورکړي، خو موږ ګورو چې اختلاف کې ګټه نشته او ورځ تر بلې حالت خرابېږي، نو بیا دې دوی لطفا خپل اختلاف ختم کړي، د دوی اختلاف له امله هره ورځ سرتیري او عام ولس وژل کېږي او ژوند یې له ګواښ سره مخ دی.

موږ خو د ناټو او امریکې سره سټراټيژیک تړون لاسلیک کړی دی، دوی دې له سیاسي اختلافاتو سر راپورته کړي او په خپلو متحدینو دې غږ وکړي چې مرسته ورسره وکړي. که مرسته ورسره نه کوي نو بیا دې ملت ته رښتیا رښتیا ووايي چې ستونزه چېرته ده، دوی ولي له ناټو ځواکونو نه د مرستې غوښتنه نه کوي، ولي د هوايي ځواک مرسته ورنه نه غواړي، دا جګړه خو یوازې د افغانانو نه ده، دا جنګ خو زموږ د متحدینو هم ده او هغوی د سټراټيژیک او امنیتي تړول له مخې مکلف دي، چې په سختو شرایطو کې زموږ سره مرسته وکړي، اوس پوښتنه داده چې ایا زموږ پوځي او سیاسي مشرانو کې ستونزه ده، چې د هغوی نه د مرستې غوښتو په چل نه پوهیږي او که هغوی واقعا همکاري نه کوي، اوس باید خلک پوه شي چې ناټو جګړه توده کړه او موږ ته یې پرېښوده او که موږ د خپلو بي کفایته سیاسي او پوځي چارواکو د ناغیړۍ او تنبلۍ بیه پرې کوو؟ نور زموږ خلک د ملي وحدت د حکومت د مشرانو ترمنځ د سیاسي اختلاف د دوام او روانو ناامنیو زغم له لاسه ورکړی دی او باید د خلکو انديښنو ته ځواب وویلی شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *