په دې وروستيو کې د شپې له خوا په پلازمېنه کابل د راکېټي بريدونو خبرونه ډېر اورېدل کېږي او داسې ويل کېږي چې دا بريدونه د کابل له نېږدې سيمو شوي دي، په همدې سبب هر راکېټ هغه سيمه په نښه کوي کومه چې په سياسي لحاظ مهمه او په امنيتي لحاظ ډېره خوندي بلل کېږي.
د سياسي چارو کارپوهان او ځينې نظامي مسؤلين په دې نظر دي چې دا د طالبانو کار دى، حتا ځينې لويديځې ورځپاڼې د افغان کارپوهانو په استناد داسې تبصرې هم کوي چې اوس طالبان د سيمې خلکو ته پيسې ورکوي ترڅو له خپلو سيمو په دې هدفونو باندې توغندي وتوغوي.
خو د طالبانو وروستيو فعاليتونو ته په کتو ښايي هغه پخوانى ځواک چې طالبانو درلود نه وي پاتې شوى، ځکه په تېر وخت کې ډېرى عامو خلکو په ادارو کې د فساد د شتون او بې عدالتۍ په وجه له دولت څخه خپه او لرې شوي ول، چې په پايله کې يې په قصدي ډول په ځينو مسايلو کې د دولت له مخالفانو سره مرستې کولې، خو د نوي ادارې په راتلو د خلکو هېلې غوړېدلي او په دې فکر کې دي چې انشاء الله په لنډ وخت کې به په دولت کې د مفسدانو لاسونه لنډ او ځاى به يې عدالت او قانونيت ونيسي.
په همدې اساس داسې ښکاري چې د ناامنۍ لاملونه طالبان نه بلکې هغه نااهله افراد دي چې په تېر نظام کې يې په يوه نوم او بل نوم د دولت لوړ پوستونه نيولي ول، په فساد او اختلاس کې يې ژور لاسونه درلودل، ولې د اوسنۍ ادارې اقداماتو او اصلاحاتو ته په کتو دوى په دې پوهېدلي چې په راتلونکي اداره کې يې ځاى نه شته او دا وېره هم لري چې له هر يوه څخه به د خپلو کړنو حساب غوښتل کېږي.
دا هغه خلک دي چې د ناامنۍ راوستو لپاره ښه امکانات لري، ځکه له يوې خوا دوى پخواني جګړه ماران دي او له بلې خوا په اوس وخت کې د پوره مادي پانګې خاوندان دي.
په تېره اداره کې د بې وسلې کولو لپاره د ( ډي ډي ار) او له هغه وروسته د ( ډاياک) پروګرامونه پلي شول خو لکه څه ډول چې لازمه وه په هغه شان وسلې په کې ټولې نه شوې، بلکې د نورو چارو په شان دا پروسه هم په مفسده او درغله بڼه پاى ته ورسېده.
دا چې دا مفسد افراد په نېږدې راتلونکي کې خپل ځانونه د محکمې په پنچره او د زندان په ميلونو کې ويني، هڅې يې پيل کړي ترڅو اوبه خړې کړي او ماهيان ونيسي.
دوى له يوې خوا له خپلو هماغه پخوانيو وسلو چې په خوندي ځايونو کې يې پلازمېنې ته په لنډه ساحه کې ساتلي استفاده کوي او له بلې خوا يې هغه پيسې په کار اچولي چې، په تېره دوره کې يې له بيت المال څخه رالوټلي دي، ترڅو د سيمې ساده خلک په مادياتو تېرباسي او خپل پروګرام پرې تطبيق کړي.
دوى له دې کار څخه درې عمده موخې لري: يوه دا چې دوى غواړي اوسنۍ ادارې د امنيت په راوستو مصروفه او وساتي ترڅو اصلاحي پروګرامونه يې له ځنډ او خنډ سره مخامخ شي، دويم دا چې د خلکو هغه هېلې او اميدونه چې لري يې په دا ډول نااهله کړنو سره مړاوي کړي او يو ځل بيا د دولت او ولس ترمنځ فاصله ايجاد کړي، له بلې خوا غواړي خپل مرموز قوت افغان دولت او نړيوالو ته ورښکاره کړي ترڅو دوى په راتلونکي کې هم امتيازات ولري او هم له عدلي تعقيب څخه خوندي پاتې شي.
افغان دولت بايد د دې ستونزې د هواري لپاره په نورو چينلونو پسې ونه ګرځي، بلکې سر له اوسه دې لاس په کار شي او يو ځل بيا د پخوانيو جګړه مارانو ډيپوګان کشف او ضبط کړي، په دويم قدم کې دي د کشفي ارګانونو په مټ هغه کسان پيدا کړي چې په تياره کې د دې عمل لامل کرځي ترڅو د خپلو بادارنو اصلي څېرې دولت ته روښانه او عام ولس له دې تشويشونو په امان کړي.