محمدشعیب یوسفزی

د تېرو څو کلونو په څېر سږ کال هم په هېواد کې د هوا په ګرمېدو او د دوبي په راتلو سره د وسله والو فعالیتونه ډېر شوي دي.

افغانستان په تېرو دیارلسو کلونو کې ډېر طلايي فرصتونه ضایع کړل او ویې نشو کولای، چې له دې فرصتونو چې افغانستان ته برابر شوي ول، خپل پوځ او امنیتي ځواکونه ښه تجهیز کړي، یا د نړیوالو له شتونه اغېزمنه ګټه پورته کړي.  څو غلو او څو مافیايي کړیو هر څه په خپل انحصار کې وساتل، مرسته شوې پیسې شخصي جېبونو ته لاړې او د نورو ترڅنګ امنیتي ستونزوې هم پر خپل ځای پاتې شوې. تر ډېره همدې مافیايي کړئ د افغان حکومت وسله والو مخالفانو ته باج ورکاوه او هغوی یې تغذیه کول. د لسګونه زره بهرنیو ځواکونو په شتون او د ملیاردونو ډالرو مرستو سره سره افغانستان ونه توانېده چې په هېواد کې نسبي امنیت تلپاتی وساتي او شته بېکاري له منځه یوسي. ځکه د نا امني یو لامل په هېواد کې پراخه بېکاري ده.

خو په هېواد کې د ټاکنیز بن بست له را منځته کېدو وروسته د نا امنۍ پېښې مخ په ډېرېدو دي. چې ډېری تلفات ملکي وګړي دي. اوس ښکاري چې وسله والو مخالفانو خپل اصلي هدف ملکي وګړي ګرځولي دي.

له تېرو دوو اونیو راهیسې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې بېلابېلو شویو بریدونو کې ډېر زیان ملکي وګړو ته اوښتی دی. یوازې د پکتیکا د ارګون ولسوالۍ په بې رحمانه او خونړي برید کې کابو نوي تنه هېوادوال شهیدان او همدومره نور ټپیان شول، چې ټول ملکي وګړي دي.

دغه بریدونو وروسته له هغې زور اخلي چې په هېواد کې په دواړه پړاوه ټاکنو کې طالبانو درنه ماتې وخوړه، امنیتي ځواکونو په ښه ډول د خلکو په مرسته د ټاکنو امنیت ټینګ کړ او افغان ملت په پراخ ډول په ټاکنو کې برخه  واخیسته. د طالبانو دا ماتې د هغوی د بهرنیو ملاتړو په ځانګړي ډول د پاکستان ای اېس ای او پوځ  ته د منلو نه وه، له همدې امله اوس غواړي په ټول توان سره په افغانستان کې د اوړي په موسم کې جګړه وکړي.

د ټاکنو په پایلو کې ځنډ او په هېواد کې د  ټاکنیز بن بست رامنځته کېدو امنیتي وضیعت زیانمن کړی. دغه وضعیت طالبان د ی اېس ای په مرسته د افغان امنیتي ځواکونو نیمګړتیاوو ته متوجه کړي او هڅه کوي له روان بن بست نه په ګټنې سره حکومت او نړیواله ټولنه تر فشار لاندې ونیسي.

طالبانو د همدې لپاره په خورا حساسو ځایونو بریونه کوي، چې تبلغاتي جنبه یې ډېره وي، د کابل پر هوايي ډګر برید یې ښه بېلګه ده. هغوی په دې ډول بریدونه سره غواړي خپله ډله غښتلې وښيي او له راتلونکي حکومت نه ډېر امتیاز ترلاسه کړي.

د امنیتي وضعیت د کړکېچنېدو په برخه کې ښايي له شمالي وزیرستان نه راغلي کډوال هم تر یوه بریده ونډه ولري. ځکه شمالي وزیرستان د القاعده او طالبانو اصلي ځاله ده. د دې ترڅنګ په شمالي ویرستان کې د پاکستان د پوځ له لوري د عملیاتو یوه موخه دا وه، چې افغانستان ته په ډېر شمېر وسله وال د کډوالو په جامه کې را ولېږي.

د دې ترڅنګ جګړې ته د هغو پوځي قوماندانانو بېرته ستېندل هم ښه رول لري، چې افغان حکومت له زندانونو نه خوشې کړي دي. د ولسمشر لومړي مرستیال او د فاع وزیر هم نیوکه کړې او ویلي يې دي، چې له بنده خوشې شوي اتیا سلنه طالبان بېرته د جګړو لیکو ته ورغلي دي.

حکومت ته په کار ده چې له نړیوالې ټولنې سره په تفاهم او همغږۍ کې د دې نا امنۍ د مخنیوي لپاره اقدام وکړي. په لومړي سر کې خپل استخباراتي او کشفي شبکه پراخه او امکانات یې ډېر کړي. د دې ترڅنګ افغان حکومت دې له نړیوالې ټولنې د لا ډېرو او عصري تجهیزاتو او امکاناتو غوښتنه وکړي. په کار ده چې په امنیتي ارګانونو کې له سره چاڼ وشي، په روابطو او واسطو راغلي کسان له دندې لرې او پرځای یې مسلکي کدرونه ځای پر ځای شي، چې له یوې خوا به ورسره امنیتي وضعیت ښه شي او له بلې خوا به د امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو له تلفاتو هم مخنیوی شوی وي.

افغان حکومت دې نړیواله ټولنه وهڅوي چې پر پاکستان د ترهګرو د له منځه وړلو لپاره فشارونه ډېر کړي، د دې ترڅنګ دې پاکستان د هغو ترهګرو او وسله والو مخنیوي ته اړ باسي، چې له هغه هېواده افغانستان ته راځي او بریدونه کوي. راتلونکی حکومت باید د امنیت د تامین لپاره له نویو طرحو او پلانونو سره په دې برخه کې اقدام وکړي.

2 thoughts on “د ناامنۍ مخنیوی په کار دی/ محمدشعیب یوسفزی”
  1. دبورته مطلب دسپینوی لپاره مدارک او شواهد !نن ورڅتاریخ ۳۱ سرطان سهار او ماذدیګر وپایین چوک نه تر میوند شفاخانی پوری ښی لاس دسرک په امتداد پړی کش او دموټرو تم څای جوړ شویده فی موټر ۵۰ افغانی برعله جیب کی اچوی دا جرات او دومره خیانت چوک کی اوس زیات تعداد هزاره ترافیک دی مطلب داچه ! دغه عمومی سړک اجاره شویده اوکه اجاره شوی وی هر چا دا کار کړی وی مطلق ملی خاین ده او که اجاره نه وی دکابل په خوب ویده امر ترا فیک خبر نلری نن دپایین چوک نه تر میوند شفاخانی پوری په یوه نیم ساعت کی ورسیدو اوس دا تاسو او دا هزاره ګان او دا پنجسیریان .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *