تاند- امریکايي ساینسپوهانو د نابینایانو لپاره یوه داسي اله جوړه کړې چې په لاس لیکل شوی خط او کتاب په لوړ ږغ لولي.

دا اله، چې د ماساچوسیټ د تکنالوژۍ د انستیتیوت ساینسپوهانو جوړه کړې، د یوې ګوتې په شان ده. په ګوته کېږي او چې کله پر چاپ شوې خط یا د موبایل او نورو الیکترونیکي وسایلو پر مخ تېره شي، لیکل شوی خط په لوړ ږغ لولي.

دا اله، چې د ګوتې لوستونکی (FingerReader) نومول شوې، یوه کوچینۍ کمره لري او متن سکن کوي.

له دې وړې الې څخه نابینایان په واټونو کې هم کار اخیستلی شي؛ مثلاً پر موټرونو لیکلي ادرسونه، د دواټونو لوحې او اعلانونه هم لوستلی شي.

له دې ایسته به نابینایان هغه کتابونه لوستلی شي چې په بریل لیک نه دي چاپ شوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *