د چهار شنبې ورځ ده، بیرون میده میده باران وریږي او موږ په یوه کوچني ساړه سالون کې سره راټول یوو. دلته د مزل اف ام راډیو لومړۍ کلیزه لمانځل کیږي.کوربانه د ستیج په تنظیم او د سونډ سیستم په چمتو کولو بوخت دي. د میلمنو راتګ دوام لري، هر یو چې ور پرانیزي سړه هوا سالون ته رامنډه کړي او بیا راساً پر موږ حمله وکړي. شیبه وروسته یو ماشوم راننوت. هغه د یوه ځوان لاس نیولی و. ځوان د ماشوم په مرسته تر څوکۍ ځان ورساوه او کښیناست.
مزل راډیو په دې کلیزه کې د خپلو هغو اوریدونکیو نمانځنه هم کوله چې له دوی سره د پوښتنو په یوه پروګرام کې ګټوونکي پیژندل شوي وو او دغه ځوان هم له همدې بریالیو کسانو څخه و.

ځوان د لغمان د مرکز اړوند د باغ مرزا کلي اوسیدونکی دی. هغه په ډیر شوق تر اتمه ښوونځی ولوست او ارمان یې دا و چې یو وخت تکړه ژورنالیست شي، پر کشرانو خویندو او وروڼو تعلیم وکړي، خو دې ارمان یې سر وخوړ.
زموږ هیواد له کابو څلویښتو کلونو راهیسې د ارمانونو قتلګاه ده. هره ورځ په لسګونو ارمانونه قتلیږي، خو قاتلان لا ماړه نه دي، خپلو قتلونو ته داسې په مینه دوام ورکوي لکه په نړۍ کې چې له ټولو غوره او نیک عمل همدا قتل وي.
دا څلریشت کلن ځوان ماویر محبت نومیږي.هغه یې په دواړو سترګو نابینا کړی او هغه اوس په دې ځوانه ځوانۍ کې څوک نشي لیدلی. له هغه اوس خپله څیره هم هیره شوې. هغه ته اوس هنداره له ډیر غمه خپله څیره نه ورښيي.
دا ځوان نابینا د خپلې غریبۍ کورنۍ تمویلوونکی و. د سړک په غاړه یې نیمه ورځ تازه ترکاري پلورله او بیا خپل کلي کې د چهاردي ښوونځي ته تلو. ده د خپل کاروبار لپاره په ټول مهترلام ښار کې د جامع جومات مخه انتخاب کړې وه. دا ځای د خدای ج د کور حریم و او ځوان ته له ټولو خوندي ښکاریده. خو دلته هیڅ حریم په امن نه دی، حتی د خدای ج د کور حریم هم په خطر کې دی او د چا ترې حیاء نه کیږي.

د مهترلام ښار د جامع جومات مخې ته د ( ۱۳۸۸ ) کال د وږي په ۱۱مه، د چهارشنبې په سهار ځانمرګی وشو. دا هغه مهال و چې د ملي امنیت مرستیال ډاکټر عبدالله لغماني غوښتل د جومات د پراختیا نوی کار پرانیزي او په خپله عملنامه کې د ثواب یو ستر کار ثبت کړي، خو دا ثواب پرې د چا ونه لوریده او پر جامع جومات د چا ابادۍ پیرزو نشوه.
دا برید چې د خدای ج د رضا په نیت د خدای ج د کور مخې ته وشو، د خدای ج له شلو ډير مسلمان بنده ګان یې ووژل او ګڼ شمیر نور مسلمانان یې داسې ژوبل کړل چې تر ډیره یې ترې د عبادت توان واخیست.
نابینا ځوان وايي چې له برید سره سم بیهوښه شو. له لغمان شفاخانې، د جلال اباد صحت عامې ته انتقال شو او بیا یې سر ان پر پاکستان ولګیده. هلته ورته ډاکټرانو وویل چې که وس لري نو په هندوستان او یا جرمني کې یې درملنه کیږي، خو یو غریب او ترکاري پلورونکي دومره وس له کومه کړي؟ دلته خو هغوی خارج ته د تفریح لپاره ځي چې د وطن د اقتصاد په شارګونو یې خولې لګولي او لکه وږي لیوان په ټولې بې رحمۍ یې زبیښي.
د ځوان له سترګو ورو ورو د نظر قوه په رخصتیدو وه او ده یې د بېوسۍ له کبله د بیرته راګرځیدو وس نه درلود، اخر په دواړو سترګو ړوند شو. ځوان چې له خپل غریب پلار سره یې د کورنۍ د نفقې په پیدا کولو کې مرسته کوله، خپله پر کورنۍ بار شو. له هغه په اتم ټولګي کې ښوونځی پاتې شو او یوې چاودنې یې د ژوند ټوله خوښي تور لوګی کړه.
له دې معلوله ځوانه خپل ځان هیر دی. خو یوه غوښتنه لري. غواړي دا غوښتنه د جګړې د میدان هر کرکټر ته ورسوي او ورته ووايي:
ستاسو بې مفهومه او وطن ورانوونکې جګړه له خلکو ژوند اخلي، له خلکو خوښي لوټي، د خلکو ارمانونه قتلوي او د خلکو پر امیدونو خاورې اړوي. خیر دی، زه به خپلې سترګې در وبخښم، خو نور بس کړئ. نور خپلو کې د یو بل له وژلو او معلولولو لاس واخلئ، نور د دې کنډر کنډر وطن له سوزولو او ویجاړولو لاس واخلئ.
د خدای خاطر وکړئ، که چاته په ټول عمر یوه خوله خندا نشئ ورکولای نو د ټول عمر ژړا خو مه ورکوئ.
اخر،
ستاسو په سینو کې د غوښې زړونه دي او که تور کاڼي!؟