۳ برخه –
د افغانی، ایرانی او بخارایی علماوو دغونډې په حساسې مرحلې کې د افغان مفتی پریکنده مداخله
علامه عبدالله بن الحسین السویدی العباسي متوفی ۱۱۷۴ هجري ، د ۱۱۵۶هجري قمرې کال د شوال د میاشتې په ۲۴ ، د چهارشنبې په ورځ په نجف کې حضرت علی کرم الله وجهه ته منسوب زیارت ته ورڅیرمه دافغانانو ،دبخارا، او دایران د دیني علماوو دوه ورځنۍ غونډه دایروي. په غونډه کې د بخارا قاضي العلامه هادي خوجه بحر العلم ابن علاء الدین، له ملا باشي (دایران د مذهبي علماوو رییس ) علي اکبر سره مباحثه کوي. دغه بحث یوې حساسې مرحلې ته رسیږې چې بیا د افغان مفتي ملا حمزه القلنجانی (غلزايي) په مداخله پای ته رسیږي.
علامه السویدی العباسي دغونډې د اولې ورځې تفصیلات داسې بیانوي :
په نجف کې د حضرت علی کرم الله وجهه زیارت ته ورڅیرمه دایران اویا کسه مذهبي عالمان غونډې ته حاضر شول . په دوی کې د اردلان له مفتي پرته نور ټول شیعه مذهبي وو. ما ورقه اودوات را وغوښتل او ددوی څخه د مشهورو نومونه مې داسې ولیکل:
۱ – ملا باشی علی اکبر. ۲- مفتی رکاب ، آقا حسین . ۳- ملا محمد ، دلاهیجان امام.۴- آقا شریف دمشهد رضوی مفتي . ۵- میرزا برهان د شروان قاضي . ۶- شیخ حسین د ارومیه مفتي . ۷- میرزا ابوالفضل د قم مفتي . ۸- حاجی صادق د جام مفتي. ۹- سید محمد مهدي داصفهان امام. ۱۰- حاج محمد زکي د کرمانشاه مفتي. ۱۱- حاجی التمامی په اردلان کې دشیراز مفتي . ۱۲- دتبریز مفتي ، میرزا اسدالله. ۱۳ دمازندران مفتي ملا طالب. ۱۴ـ ملا محمد مهدي ، په مشهد رضوي کې دصدارت مرستیال . ۱۵- دخلخال مفتي ملا محمد صادق. ۱۶- داسترآباد مفتي ملا محمد صادق. ۱۷- دقزوین مفتي سید محمد تقي.۱۸- دسبزوار مفتي ملا محمد حسین. ۱۹- دکرمان مفتي ، سید بهاءالدین. ۲۰ سید احمد شافعي مذهبه مفتي. او نور……
بیا افغان علماء راغلل او مایې نومونه داسې ولیکل:
1- افغان مفتي ، فاضل شیخ ملا حمزه القلنجانی ( القلجانی په بله نسخه کې غالبا غلزایي). ۲- افغان قاضي ، ملا امین الافغاني القلنجانی بن ملا سلیمان. ۳- په نادرآباد کې مدرس، ملا طه الافغاني الحنفي.۴- ملا دنیا الخلفي ، الحنفي. ۵- ملا نورمحمد الافغاني القلنجاني الحنفي.۶- ملا عبدالرزاق الافغاني القلنجاني الحنفي. ۷- ملا ادریس الافغاني ابدال الحنفي.
وروسته بیا دماوراء النهر دعلماوو اوه کسیزه ډله راغله چې په سرکې یې دروند او باوقاره شیخ وو. هغه یوه ګرده پګړۍ تړې وه چې داسې ښکاریده ته به وايي چې خپله ابویوسف دامام ابوحنیفه شاګرد دی ، وروسته لدې یې چې مجلس ته سلام واچاوو،ایرانیانو هغه دما ښی خواته داسې کیناوه چې د ما او دهغه ترمینځ پنځلس کسه نور ناست وو. افغانان یې دما کیڼې خواته کینول او دغه راز د ما اودهغوی ترمینځ هم پنحلس کسه نور ناست وو ، په دې کې دایرانیانو مکر او زرنګي وه. دوی ویره درلوده چې د مباحثې په مهال زه افغان او بخارایي علماوو ته ځینی کلمات ورزده نه کړم او یا کومه اشاره ورته ونه کړم.
ما ددوی نومونه داسې ولیکل :
۱. العلامة هادي خوجه الملقب ببحر العلم ابن علاء الدين البخاري.
۲. مير عبد الله صدور البخاري الحنفي.
۳. قلندر خوجه البخاري الحنفي.
۴. ملا أميد صدور البخاري الحنفي.
۵. بادشاه مير خوجه البخاري الحنفي.
۶. ميرزا خوجه البخاري الحنفي.
۷. الملا إبراهيم البخاري الحنفي.
کله چې ټول په مجلس کې کیناستل ملا باشي بحرالعلم مخاطب کړ او ورته یې وویل :
– آیا دغه سړی ( زه یې ښودلم ) پیژنې ؟
– هغه وویل : نه .
ملا باشي وویل : دی شیخ عبدالله افندي ، د اهل سنت له عالمانو او فاضلانو څخه دی، پادشاه له وزیر احمد باشا (عثماني) نه خواهش وکړ چې دی دمونږ په دغه مجلس کې برخه واخلي او دمونږ ترمینځ حکم ( مینځغړی) وي ، دی دپادشاه وکیل دی که چیرې مونږ په خپل مینځ کې په کومې مسئلي سره متفق شو نو دی به په مونږ ټولو شاهد او ګواه وي. اوس نو مونږ ته هغه مسایل بیان کړه چې دهغو له امله تاسو مونږ کافران ګڼی ترڅو ددوی په حضور کې هغه لیرې کړو. مګر حقیقت دادی چې مونږ د امام ابوحنیفه په نزد کافران نه یو، هغه په ( جامع الاصول) کې ویلي:،، په اسلام کې پنځه مذهبونه دي،، اماميه پنځم مذهب ګڼي . دغه راز د ( المواقف) خاوند امامیه داسلامي ډلو څخه ګڼي.
ابوحنیفه په ( الفقه الاکبر) کي ویلي :،، اهل قبله کافر نه ګڼو،، او سید فلاني ( نوم یې یاد کړخو د ما هیر دی) دحنفي فقهې په شرح هدایه کې ويلي : ،، درسته خبره داده چې امامیه له اسلامې فرقو څخه ده ،،. خو ستاسو متاخرین مونږ کافر ګڼي . او دغه راز دمونږ متاخرین تاسو کافران ګڼي خو نه تاسو کافران یاست او نه مونږ. خو مونږ ته هغه مسایل بیان کړه چې ستاسو متاخرین دهغو له امله مونږ کافر ګڼي چې لیرې یې کړو.
هادي خوجه وویل : تاسو ځکه کافران ګڼل کیږی چې شیخینو ( ابوبکر او عمر ) ته ښکنځل کوی.
ملاباشي وویل : شیخینو ته ښکنځل مونږ منعه کوو.
هادي خوجه وویل : دغه راز ځکه کافر ګڼل کیږی چې دپیغمبر یاران ګمراه او کافر ګڼی.
ملا باشي وویل : د پیغمبر یاران رضی الله عنهم ټول عدول ( عادلان) دي .
هادي خوجه وویل : تاسو متعه ( موقت ازدواج ) حلال ګڼی.
هغه وویل : متعه حرامه ده او په مونږ کې یې یواځی ( سفیه)،احمق او هوس باز خلک مني.
بحرالعلم وویل : تاسو علي له ابوبکر او عمر څخه بهتر ګڼی او وایی چې د پیغمبر له وفاته وروسته هغه خلیفه دی.
ملا باشي وویل: له پیغمبر وروسته افضل کس ابوبکر بن ابی قحافه دی ، وروسته عمر بن الخطاب ، بیا عثمان بن عفان او وروسته علي بن ابي طالب دی. او ددوی خلافت هم په همدې ترتیب دی.
بحرالعلم وویل : ستاسو اصول او عقیده څه دي ؟
ملا باشي وویل : مونږ اشاعره او د ابی الحسن اشعري په عقیده یو.
بحر العلم وویل : یوبل شرط هم پر زیات کړه او هغه داچې حرام معلوم من الدین بالضروره (۱) به حلال او هغه حلال چې اجماع پر شوي وي حرام نه ګڼی.
ملا باشي وویل : داشرط مو هم ومانه.
وروسته بیا بحر العلم په دوی باندې ځینې نور شرطونه کیښودل چې دکفر سبب نه کیدل او هغوی ومنل. لدې وروسته ملا باشي بحرالعلم ته وویل: که چیرې مونږ په دغو ټولو التزام وکړو نو آیا مونږ له اسلامي فرقو څخه ګنې ؟
بحرالعلم له یوې شیبې سکوته وروسته وویل: شیخینو ته ښکنځل کفر دی.
ملا باشي وویل : مونږ شیخینو ته ښکنځل اونور مسایل لیرې کړل ( پخواني شرطونه یې ټول یاد کړل) او بیایې وویل آیا مونږ واقعا له اسلامي فرقو څخه ګنی یا ګمان کوی چې مونږ کافریو؟
بحرالعلم بیا ساکت شو او وویل : شیخینو ته ښکنځل کفر دی.
ملا باشي وویل : آیا مونږ دا موضوع لیرې نه کړه؟
بحرالعلم وویل : نور مو څه لیرې کړل ؟
هغه وویل : دا او دا مو لیرې کړل (ټول تیرمسایل یې ذکرکړل ) آیا مونږ په دې حالت کې له اسلامي فرقو څخه ګنی ؟
بحرالعلم وویل : شیخینو ته ښکنځل کفر دی .
دبحرالعلم مقصد داوو چې که چا شیخین وښکنځل داحنافو په نزد یې توبه نه قبلیږي او دغو ایرانیانو مخکې ښکنځل کړي او اوس یې منع کول ورته کومه ګټه نه لري.
دلته افغان مفتي ملا حمزه وویل : اې هادي خوجه ، آیا ته کوم دلیل لري چې له دغه مجلسه مخکې دغو خلکو شیخینو ته ښکنځل کړي ؟
هغه وویل : نه .
ملا حمزه وویل : اوس دوی تعهد وکړ چې په راتلونکې کې به یې هم نه کوي نو ولې یې له اسلامي فرقو نه ګنې ؟
بحر العلم وویل : که خبره داسې وي نو هغوی مسلمانان دي او مونږ سره یو شان حقوق او مسولیتونه لري.
لدې خبرې وروسته ټول پاڅیدل او له یو بل سره یې مصافحه ( روغ بړ) وکړه هریوه به بل ته ویل : هرکله راشې دما وروره . دغودرې واړو فرقو په خپلو دغو خبرو او ژمنو زه شاهد او ګواه کړم.
دشوال دمیاشتې په ۲۴ د چهارشنبې په ورځ له ماښامه مخکې دغه مجلس پای ته ورسیده . ما چې وکتل په دغې غونډې کې او شاوخوايې څه دپاسه لس زره ایرانیان ولاړ وو.
کله چې اعتماد الدوله دپادشاه لخوا راغی د معمول په څیرد شپې څلور ساعته تیر شوي وو. ما ته یي وویل : پادشاه تاته دعاء اوله تا مننه کوي او سلام درته استوي. اوهیله لري چې سبا هم په لومړني ځای کې ځکه غونډه وکړی چې ما دویته حکم کړی چې ټول هغه څه چې دوی ومنل او تعهد یې وکړ په يوه سند کې ولیکي او هریو دخپل نوم لاندې ورباندې مهر وکړي او هیله کوم چې تاسو هم خپله شاهدي د سند دپاسه ولیکی چې تاسو ددغو درې واړو فرقو په ژمنو ګواه یاست او دخپل نوم لاندې یې مهر کړی.
«««
علامه السویدي د ۱۱۵۶ هجری کال دشوال دمیاشتې په ۲۵ دپنجشنبې په ورځ بیا له افغان او ایراني ملایانو سره دنجف زیارت ته ورڅیرمه غونډه کوي . او ټول د شویو توافقاتو سند لاس لیکوي . دی وايی چې دغه سند په یوې اوه لویشتې اوږدې پاڼې کې په فارسي لیکل شوی وو ، په ۲/۳ برخه کې یې لوی خطونه لیکل شوي وو او ۱/۳ برخه یې په څلورو فرعي برخو ویشل شوې وه .علامه سویدي وايي چې په دغه ورځ په زیارت کې شاوخوا ۶۰ زره ایرانیان راټول شوي وو.
(نوربیا )
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
توضیحات : معلوم من الدین بالضروره هغو مسایلو ته وايي چې یو مسلمان نباید له هغو بې خبره اوسې. لکه د لمونځ او زکات فرضیت او د سود ، زنا او شرابو د څکلو حراموالی. (ژباړن)