تاند- په هلمند کې قومي مشران او ځیني دولتي سرچینې د نژدې ۵۰ تنو امنیتي ځواکونو د بې درکه کېدو خبره کوي او طالبان وايي چې دوی ته تسلیم شوي دي.
د هلمند د نادعلي ولسوالۍ د ټولنیزې شورا رييس وايي د بې درکه شویو سرتېرو کورنیو ورته ویلي چې دا سرتېري تسلیم شوي دي.
د هلمند ولایتي اداره بیا د ۳۰ سرتېرو د بې درکه کېدو خبره تاییدوي، وايي چې له پرون راهیسي یې له دغو ځواکونو سره تماس پرې شوی دی.
د هلمند د والي ویندوی عمر ځواک طالبانو ته د امنیتي ځواکونو د تسلمېدا خبر ردوي خو دا مني چې په نادعلي ولسوالي کې ځیني سیمې د طالبانو لاس ته ورغلي دي.
ځواک په عین حال کې وايي چې کومکي ځواک نادعلي ته رسېدلی او اوس په دې ولسوالي کې هوايي او مځکني عملیات دوام لري. راپورونه وايي چې کومانډو ځواکونه هم نادعلي ته استول شوي دي. افغان کومانډو د سیمو په تصفیه کولو کې خاص مهارت لري.
نادعلي ولسوالي په وروستیو کې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د سختې جګړې میدان ده. طالبان هیله لري چې د دې ولسوالۍ له نیولو وروسته به د ولایت د مرکز لشکرګاه د لاندې کولو لار ورته هواره شي.
د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد ویلي چې ۴۶ سرتېري طالبانو ته تسلیم شوي دي.
پرون د هلمند ولایت چارواکو په نادعلي ولسوالي کې د طالبانو د ځانبولي والي او امنیه قوماندان د وژلو ادعا وکړه، ویې ویل چې د طالبانو والي ملا عبدالرحیم له ۱۶ نورو ملګرو سره تېر مازدیګر په هوايی برید کې ووژل شو.