د افغانستان اسلامي جمهوري دولت
د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکه اداره
د خواشینۍ پیغام
۱۳۹۳/میزان/۲۳
په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ ولسوال ښاغلی محمد انور خان، تېره شپه د هېواد او خلکو د دښمنانو لخوا په شهادت رسېدلی دی. د هلمند د محلي ادارې د معلوماتو پر ا��اس، نوموړي د شپې ناوخته، ولسوالۍ ته د څېرمه سیمو امنیتي څار کاوه، چې د وسلوالو مخالفینو لخوا تر غلچکي برید لاندې راغی. د برید په پایله کې د ولسوال په ګډون یو تن پولیس شهید شوی او شپږ تنه پولیس ټپیان شوي دي.
د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکه اداره، دا برید په سختو ټکو غندي او د پېښې شهیدانو ته د فردوس جنت او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا هیله کوي. د سیمه ییزو اورګانونو اداره د ولسوال محمد انور خان شهادت د سیمه ییزې حکومتولۍ د تشکیلاتي جوړښت لپاره لویه تشه بولي او د هغه د خدمتو او لاسته راوړنو قدرداني کوي. د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې لوی رییس عبد الخالق فراهي د هلمند ولایت سیمه ییزې ادارې ته په یوه استول شوي پیغام کې د شهیدانو کورنیو د تسلیت مراتب وړاندې کړي دي.
ولسوال محمد انور خان، د هلمند ولایتي شورا د لومړنۍ دورې د مشر په توګه هم خدمت کړی و. د سیمه ییزو اورګانونو ادارې، د هلمند ولایت محلي ادارې ته لارښوونه کړې، چې د شهیدانو د تکفین او تدفین مراسم په ښه شان ترسره او له کورنیو سره یې لازمه مرسته وکړي.