تاند- د هلمند چارواکي وايي چې د دغه ولایت د نادعلي ولسوال تېره شپه د وسله والو طالبانو په برید کې ووژل شو.

د هلمند د والي ویندوی عمر ځواک نن /چهارشنبه/ رسنیو ته وویل چې د نادعلي ولسوال محمد انورخان تېره شپه هغه مهال ووژل شو چې په خپله ولسوالۍ کې په ګزمه وتلی و.

په دې پېښه کې د ولسوال ساتونکی او یو پولیس هم وژل شوي او شپږ تنه نور ژوبل شوي دي.

په همدې حال کې د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې د نادعلي د ولسوال د وژل کېدو په اړه ویلي:«نوموړي د شپې ناوخته، ولسوالۍ ته د څېرمه سیمو امنیتي څار کاوه، چې د وسلوالو مخالفینو لخوا تر غلچکي برید لاندې راغی. د برید په پایله کې د ولسوال په ګډون یو تن پولیس شهید شوی او شپږ تنه پولیس ټپیان شوي دي.»

طالبانو د دې خبر د خپرېدو تر شېبې څه نه دي ویلي خو په وروستیو ورځو کې طالبانو بریدونو ته زور ورکړی دی.

په تېرو څو ورځو کې یې په کابل کې څو ځانمرګي بریدونه وکړل. همداراز یې د لومړي ځل لپاره په بلخ او سرپل کې لوی بریدونه وکړل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *