د ارواښاد الکوزي دا لیکنه د ۲۰۱۳ کال د مارچ په ۱۹ مه په تاند کې خپره شوئې وه. نن د الکوزي د مړینې د څلوېښتمې په مناسبت یې له لوستونکو سره شریکوو.
—————————-
دوستانو راته وویل نوی کال دی، فضا ښکلې ده ، طبیعت د ښکلا او سپرلې موسم ته غېږه پرانستې ، زړو، وړو او ځوانانو کي یو ډول د مستي، خوځښت، تحرک او جوش پیدا شویدی. خو زه لکه مهاجر مارغه چې تر اوسه مې په خپل چګس پنجې ندې کلکې کړې، ځاي ځګی او مالت مي هم ندی تثبیت، له خپله خیله او ډلې را جلا شوی مات وزری چې د الوت توامن هم راپاته ندی، حیران یم چې پدي ساړه او نا آشنا ګاونډ او چاپېریال کې خپل نوی کال څنګه ولمانځم. د نوي کال او نوي موسم راتلو ته لاسونه ووهم او په اتڼونو کې ورګډ شم او که په خپل سرګردانه ژوند او برخلیک کې د چرتونو او فکرونو په ګرداب کي ځان لاهو کړم. په همدي وخت کې د نارنج د ګل ښکلا او معطر بوي مې خیالونه پسي واخیستل او پخوانۍ خاطرې یي راپه زړه کړي.
دلته یورپ کې انسانې او طبیعي ښکلا ډېره ده، سپین مخې او سرې شونډې ځوانانې مستۍ اخیستې، ښکلول او غیږکي نیول هم څوک ګناه نه بولې. دلته د سترګو ښکلا ډېره ده. دلته د مینې په تور او جرم څوک نه سنګساریږي او د خونخوارو قصابانو چړې یي نازک بدنونه نه پري کوي. خو هغه لیوني نازونه او د مینې کاته بیا نشته. دلته مخونه ډېر ښکلې ، سپین او ښایسته دي خو د نا مراده مینې او هیلو تودوخه او حرارت یي ندی حس کړی او غنم رنګه آشنا په سندرو کي نه ستایل کیږي دلته د مینې، جدایي ، بیلتون او هجران مفاهیم توپیر لري. له ټولو خوښیو او ښکلاو سره سره، ، دلته د نارنج ګل نشته او نه هغه ښکلې مشاعرې چې د شاعرانو او ترنم غږونکو احساسات به یي راپارول. په هر صورت . د خپل تفکر او خیال نیلې مې راوګرځاوه او له ځانه سره مي وویل، هر څه چې دې هغه خو دي، خو سپرلی دی، نوی کال ، نوی موسم ، نوی تحرک دی، زه هم باید چې د سړښت او عطالت پرځاي ، خوځښت او حرکت غوره کړم.
ج- الکوزی
يزاګ، د ۲۰۱۳ د مارچ ۱۹مه