نوراغا(نوراني)

د نارنج ګل مشاعره که څه هم د والي صیب سلیم خان کندزي له برکته دا ځل له درباره راوتلې وه او د پخوا په نسبت ډير شمیر خلکو پکې ګډون کړی وو؛ خو د اطلاعاتو اوکلتور ریاست د کمزوري مدیریت له کبله بیا هم له ګډوډيو خالي نه وه.

په مشاعره کې که څه هم یو څه هنري شعرونه ولوستل شو، خو له شعاره او کنځلو هم خالې نه وه.

مشاعرې ته د لرې ځایونو څخه راغلیو شاعرانو ته ځکه وخت ورنه کړل شو، چې په کمیسون کې یې څوک نه پیژندل.

 د میدان وردګو ولایت څخه راغلي یو شاعر خپه  له مشاعرې ووت چې ورسره ډير شمیر راغلي ملیمانه د مشاعرې له ځایه لاړل.

سره له دې چې د ځينو شاعرانو شعرونه هم د مشاعرې د کمیسون له لورې اخیستل شوي وه، ولې وخت ورته ورنکړل شو او لامل يې دا وه، چې وخت یواځې د کمیسون ملګرو ته ورکول کیده.

د مشاعرې  ګډون کوونکو لپاره چې د ماښام د ډوډۍ لپاره کوم کارتونه ورکول شوې وه، هغه ډوډۍ هم د اطلاعاتو اوکلتور ریاست ته بچت پاتې شوه، ځګه چې مشاعره مازیګر ختمه شوه او هر څوک خپلو کورنو ته لاړل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *