تاند- اوبر کمپنۍ، چې په نړۍ کې د ټکسي موټرو تر ټولو ستر شرکت دی، وايي چې د ناروغانو لپاره نوی سرویس پیلوي.

ډاکتران به د دې سرویس په مرسته، چې (Uber Health) نومېږي، ناروغانو ته په انلاین ډول ټکسي لېږي.

د دې سرویس مصرف یا لګښت به ډاکتر یا د طبي خدماتو وړاندې کوونکی ورکوي، نه ناروغ.

د دغو خدماتو فرمایش څو دقیقې یا څو ساعته مخکې ورکول کېدای شي. د دې سرویس لپاره لازمه نه ده چې ناروغ موبایل ولري.

اوبر دا سرویس د تېر کال په دوبي کې پيل کړ او شاوخوا ۱۰۰ روغتیايي مرکزونو، روغتونونو او کلینیکونو ورڅخه کار واخیست.

د امریکا د فدرالي حکومت د څېړنو له مخې، څه باندې ۲ ملیون تنه د ترانسپورتي ستونزو له کبله له مناسبو روغتیايي خدماتو استفاده نه شي کولی.

——————-

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *