د مولانا جلال الدین بلخي د مثنوي یو حکایت –
يوه ورځ چا کاڼه سړي ته خبر ورکړ چې ګاونډی دې ناروغ دی. کاڼه سړي له ځان سره وويل: ((زه له خپلو دې کڼو غوږونو سره څنګه د ناروغ پوښتنه وکړم.)) له ځان سره يې فکر وکړ، بالاخره ذهن ته يې يو سوچ راغی. پرېکړه يې وکړه چې د ګاونډي د ژوند له خوښې سره سمې عامې خبرې چې هغوی يې پخپلو کې سره کوي، په پام کې ولري.
ځوابونه يې جوړ کړل له ځانه سره يې وويل: ((د مثال په توګه لومړی پوښتم، څنګه يې؟ او هغه به هم په ځواب کې وايي: ښه يم، زه به وايم د خدای شکر دی. زه به پوښتنه کوم څه دې خوړلي؟ هغه به وايي شربت يا اش مې خوړلی. زه به وايم دوا دې شه. پوښتم: کوم طبيب درته راغلی دی؟ هغه به ووايي پلانی. زه به وايم د هغه قدم دې مبارک او نېکمرغه وي. ښه به شي موږ هم دا طبيب ازمايلی چېرې چې ځي قدم يې د خير دی ژر به دې کار سم شي.)
کاڼه دا سوالونه او ځوابونه تيار کړل، ناروغ ته ورغی او هغه ته يې وويل: ((څنګه يې؟))
ناروغ ځواب ورکړ: ((مړ شوم.))
کوڼ وويل: (( د الله شکر دی، څه دې خوړلي؟))
ناروغ د هغه په خبرو ډېر ناراحته شو، له ځان سره يې ويل کله چې ما هغه ته وويل حال مې بد دی هغه ويل د خدای شکر دی، کېدی شي هغه زما سره بد شوی وي، ځکه يې ځواب ورکړ: ((د مار زهر))
کوڼ وويل: ((دارو دې شه، کوم طبيب درته راغلی؟))
ناروغ وويل: ((عزرايل))
کاڼه وويل: ((د هغه قدم دې مبارک وي، خوشاله اوسه.))
کوڼ په خوشالۍ سره د ګاونډي له کوره راووت ويل يې : (( دالله شکر دی چې د هغه عيادت مې په ښه توګه وکړ.)) په داسې حال کې چې ناروغ فکر کاوه ګاونډی له هغه سره دښمن شوی، دلته راغلی و چې له خدايه د هغه مرګ وغواړي.
په دې توګه د هغوی د کلونو کلونو دوستي پر دښمنۍ بدله شوه، ځکه کاڼه غلط قياس کړی و. هغه ګومان کاوه چې له ناروغ سره به د مينې او محبت خبرې وکړي، مګر د ناروغ پوښتنه ددې پر ځای چې دوستي ټينګه او زياته کړي د دښمنۍ او زړه بدوالي سبب شوه. الله(ج) فرمايلي: (( ځان وساتئ له هغه اوره چې تاسې په خپله بل کړی، هغه دا دی چې تاسې خپل ګناهونه زياتوئ.))
موږ هم په خپل ژوند کې لکه هغه کوڼ سړی غلط قياسونه کوو، کېدی شي په ناپوهۍ سره پخوانۍ دوستۍ له منځه يوسو، ځکه زموږ حس په پينځو جسماني حواسو پورې محدود دی. پوه شه ستا د باطن غوږ کوڼ دی ته نه شې کولی چې په ظاهري غوږونو الهي پيغام واورې!.