راپور: سباوون – په اوسلو کې د افغان مجسمه جوړوونکي راهرو عمرزاد یوه مجسمه نن «۲۶/۰۴/ ۲۰۱۶ » نندارې ته وړاندې شوه.

دغه د برونزو مجسمه د نارویژي شاعربیورن ستېرنه بیورنسن د تلین په مناسبت د اوسلو په مرکزي برخه کې نندارې ته وړاندې شوه.

2د اس دغه مجسمه د دغه نارویژي شاعر د یوه شعر«وروستۍ سندرې» سمبول دی، د دغه شعر بل سمبول پړانګ دی چې مجسمه یې لا له وړاندې د اوسلو په ښار کې لګول شوې ده.

د پړانګ د دې مجسمې او شعر له امله د اوسلو ښار د پړانګ ښار هم بلل شوی. بیورنسن د«وروستۍ سندره شعر» په ۱۸۷۰ کال کې ویلی دی.

شعر د پړانګ او اس ترمنځ د مبارزې انځور وړاندې کوي او پړانګ د اوسلو ښار سمبول دی، په داسې حال کې چې اس د ښار د شاوخوا  کلیوالو سیمو نښه ګڼل شوې ده. زمری د یو وحشي حیوان په شان پر اس حمله کوي. دغه جګړه په حقیقت کې د ښار او کلیوالي برخې جګړه بیانوي په دې معنا چې اوسلو د یوه وحشي حیوان په شان هڅه کوي کلی او ښار ته څیرمه سیمې تر ستوني تیر کړي. بیورنسن په سمبولیکه ژبه پر اوسلو نیوکه کوي او دغه ښار ېیې وحشي او بې پامه یاد کړی، په داسې حال کې چې د ښار خلک د زمري پلویتوب کوي او د هغه پر بې رحمۍ سترګې پټوي.

2 په دې ډول بیورنسن له کلي سره خواخوږي څرګندوي. د وروستۍ سندرې شعر اوسلو یو سوړ ښار بللی چې د کلي په شان مینه او خوندیتوب پکې نه شته. یاده دې وي چې بیورنسن ملي رومانټیک شاعر تیر شوی دی.

ښاغلي عمر زاد هڅه کړې وپوښتي هر ببر یوه پړانګ ته اړتیا لري، نو دلته اس چیرته دی؟ د کابل د هنرونو د پوهنځي استاد غواړي د اس  په دې مجسمې سره د پړانګ د یواړخیز پیغام په مقابل کې د اس د سولې پیغام هم ورسوي او دغه انډول سره برابر کړي.

د ښاغلي عمرزاد د جوړې کړې مجسمې د پرانستنې په مراسمو کې د نارویژي لیکوالو او هنرمانو ترڅنګ په اوسلو کې د افغانستان لویې سفیرې شکریې بارکزۍ او یو شمېر اوسلو مېشتو افغانانو هم ګډون کړی وو.

اټکل کیږي چې په راتلونکې کې به په یو وخت په کابل او اوسلو کې د برونزو دغه ډول مجسمې نندارې ته وړاندې شي. په دغه کار سره به نه یوازې د ناروې د اتلسمې پیړۍ د دغه شاعر د سولې پیغام ولیږدل شي بلکې د اوسلو او کابل ترمنځ به د کلتوري تړاو زمینه هم برابره کړي.

بیورنسن د ۱۸۳۲ میلادي کال د ډسمبر په اتمه نیټه وزیږید او د ۱۹۱۰ کال د اپریل په شپږوشتمه په پاریس کې ومړ.

بیورنس د ناروې د ملي سرود ویونکی شاعر دی، نه یوازې د ادبیاتو په تاریخ کې ستر نوم لري بلکې په سیاسي او کلتوري برخه کې يې ډیر څه په میراث پریښي دي.

 دغه لیکوال د ناروې په سیاست کې کیڼ پاله بلل شوی او په دې برخه کې د فعالیتونو له امله څه موده جرمني ته په تګ هم مجبوره شوی ؤ.

One thought on “د ناروې د وتلې شاعر په تلین کې د افغان مجسمه جوړوونکي اثر”
  1. شکریه بارکزی د افغانستان د خلکو ویاړ ده ، ایکاش مونږ داسی هوښیارې او په هیواد مینې سیاستوالی ډیرې درلودی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *