دغه پنځه ویشت کلن بندي چې د موټرو د تښتولو او غلاو په تور بندي ؤ دڅلورم ځل لپاره په ډیرې اسانۍ له بنده وتښتیده
دناروې په جیلونو کې د نورو هیوادونو په شان سخت تدابیر نه نیول کیږي او حتي ډیر ځله مجرمینو ته د لیک په وسیله بلنه ورکول کیږي چې د بند د مودې د بشپړولو لپاره زندان ته تشریف یوسي .
په زړه پورې خبره دا ده چې دغه ځوان وروستی ځل د پولیسو د وهلو په تور بندي شوی ؤ .
په ناروې کې پولیس له خاصو مواردو پرته وسله نه ګرځوي او حتي په زوره او خشونت سره څوک نه شي نیولای.
د دغه هیواد جیلونه په ټوله نړۍ کې په پنخه ستوریزیو هوټولونو مشهوره شوي دي .
له دې سره سره کله چې په بندیانو لږ فشار زیات شي د بشري حقوقو او مدني ټولونو ادراې په حکومت او پولیسو سختې نیوکې کوي .
د دغه بندي وکیل هم استدلال کوی چې موکل ېې له اتلس کلنۍ په جیل کې ؤ چې په دې حالت کې دغه پيښه رامنځته کیداي شي
په دغه فلم کې له نورو هیوادونو سره د ناروې د جیلونو توپير کتلاي شئ
.