تاند- د ډنمارک له پخواني صدراعظمه د ناروې پخواني صدراعظم ته د ناټو د مشرۍ مسوولیت په داسي وخت کې سپارل کېږي چې دا تړون په افغانستان کې د خپل تازه ماموریت لپاره تیاري نیسي.

په عین حال کې د اوکراین پر سر له روسیې سره د ناټو تړون اړیکې تر بل هر وخت خرابې دي.

ینس ستولتن برګ اته کاله د ناروې صدراعظم و.

ده د ناروې د کارګر ګوند مشري هم کوله.

کله چې ستولتن برګ د ناروې صدراعظم و، هیواد یې د ناټو په چوکاټ کې افغانستان ته پوځیان ولېږل.

ناروې په ۱۹۴۹ میلادي کال د ناټو د تاسیس له وخته د دغه تړون غړیتوب لري.

د ناټو دیارلسم سرمنشي په یوه سخت وخت کې خپل ماموریت پیلوي.

اندریس فوګ راسموسن، چې پنځه کلنه دوره یې بشپړه شوې، وايي چې اوس د نړۍ وضعیت له تېرو پنځو کلونو سره توپیر لري.

راسموسن د بریتانیا له انډیپنډنټ ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي، اوس له دوهمې نړیوالې جګړې څخه تراوسه پوري تر بل هر وخت ستونزې زیاتې دي.

ده ظاهراً په اوکرایین کې د روسیې پوځي مداخلې ته اشاره لرله چې د خپل ماموریت په دوره کې یې د ژورې مایوسۍ سبب ګڼي.

راسموسن همداراز د سې شنبې په ورځ د ناټو سرتېرو ته په یوه لیک کې ویلي چې ناټو به تر ټولو د غښتلي پوځي تړون په توګه پاتې شي.

ده زیاته کړې، ډاډه دی چې د نړیوالې ټولنې د غړیو لازمه همکاري به د نن ورځې او سبا پر ستونزو د لاسبري کېدو لپاره د ناټو د وړتیاوو ضامنه وي.

ټاکل شوې وه چې د ناټو د سرمنشي په توګه د اندریس فوګ راسموسن ماموریت د سږ کال د جولای په یودېرشمه پای ته ورسېږي، خو د دې لپاره د ده ماموریت دوې میاشتې اوږد کړای شو چې د بریتانیا په ویلز ایالت کې د ناټو په سرمشریزه کې ګډون وکړي.

0 thoughts on “د ناروې پخوانی صدراعظم د ناټو سرمنشي شو”
  1. Norway pawzian afghanistan ta da Kjell Magne Bondevik po dawra ke weligel na da Jens Stoltenberg, hila da islah yee kree.

    Manana

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *