د لوستونکو د پوښتنو په ځواب کې؛
که څه هم دغه پوښتنه مخکې هم ځواب شوې خو باید عرض وشي له دې سره سره چې ډیری نارینه په دې پوهیږي چې د تناسلي الې اندازه په بیلابیلو کسانو کې توپير کوي خو له بده مرغه اوس هم جنسي مقاومت او میړانه د تناسلي الې له اندازې سره اړونده بولي دا په داسې حال کې ده چې جنسي رضایت بیلابیل علتونه درلودلی شي .
البته دعمر په بیلابیلو پړاونو کې ممکنه ده ډیروځوانانو په دې اړه اندیښنه کړي وي خو کله دغه اندیښنه ډیر زیاته شي او درواني ناروغۍ سبب شي دغه راز زموږ په ټولنه کې ښايي دغه ډول کسان د خځلیتا احساس وکړي دغه راز ځینې ځوانان فکر کوي چې خپله میرمن به ارضا نه کړاي شي ډیری کسان فکر کوي چې وجینا یا دمیرمن مهبل یوه خالي فضا لري چې باید ډکه شي په داسې حال کې چې داسې نه ده او مهبل یو داسې غړی دی چې د راټولیدا توان لري بله دا چې ډیری نارینه لیدل شوي چې وړوکی قضیب لري خو له خپلې میرمنې سره داسې جنسي اړیکه ټینګوي چې هغه ېې راضا کړې او سوکاله ژوند لري نو په دې ډول ویلی شوچې سل په سلو کې د قضیب لویوالی پر جنسي اړیکې تاثیر نه لري په امریکا کې په دې اړه ډیرې څیړنې شوي او معلومه شوې هغه کسان چې دخپلې تناسلې الې له کوچنیوالي اندیښنه لري اکثریت ېې نارمل او په طبیعي اندازې سره قضیب لري.
دغه ورو پوښتنه کړې چې که تناسلي الې کوچنۍ وي ایا د اولاد دپيدا کیدا احتمال شته که نه په دې هکله باید وویل شي چې دقضیب اندازه هیڅکله د اولاد له پیدا کیدا سره ارتباط نه لري بلکه دا سپرم دی چې په میلیونونو کې ېې یو د مور له هګۍ سره یو ځاي کیږي او حمله رامنځته کوي .
دتناسلي الې وده له لس کلنۍ تر څوارلس کلنۍ پيلیږي البته په هر هلک کې دغه عمر توپیر کوي په ځینې کې ژر او په ځینو کې ناوخته پیلیږي په لومړي سر کې بیضې وده پيلوي او ورو ورو هلته ویښتان شنه کیږي او له هغه ورو سته تناسلي اله وده کوي لومړی په اوږدوالي او بیا دقطر له پلوه وده کوي خو په یو بالغ کس ېې اندازه له پنځو تر یولس سانتي متره وي البته په داسې حا لت کې چې نعوظ ېې نه وي کړی په ځیثو کتابونو کې څلور سانټي متره هم لیکل شوي ده خو په ځلمکیانو کې د تناسلي الې وده تر هغه دوام کوي چې دهغوي قد اوږدیږي کله چې دقد اږدیدل وځنډیږي یو یا دوه کاله ورو سته د قضیب وده هم دریږي.
البته له جسمي پلوه د سړیو دبدن اندازه هم دقضیب پر اندازې تاثیر لري هغه کسان چې چاغ دي او ډیر وزن لري دهغه تناسلي اله کوچنۍ ښکاري ځکه چې دبدن غوښو او حجرو پټه کړې وي او کله هم دبدن په وازګو کې نغښتي وي دغه حالت ته په طبابت کې پټ قضیب وايي البته ځینې حالتونه اویا جنیتیکي ناروغۍ شته چې پر قضیب تاثیر لري او په دې ډول دغه کسان وړوکی قضیب لري دمثال په توګه د میکرووینیس په نوم جنتیکي ستونزه چې په دغو کسانو کې دقضیب اندازه ۳/۱ سانټی متره وي دغه راز پرده لرونکې تناسلي ، اویا نور ډولونه دي چې دغه ستونزه په جراحي عملیاتو سره اصلاح کیداي شي البته په شلو میلیون کسانو کې ممکنه ده یو ماشوم داسې هم پيدا شي چې قضیب ونه لري دا بیل بحث دی.
دقضیب داندازې په هکله په ټولو هیوادونو کې دقیقه اندازه نه ده پو ګوته شوې په تیره بیا دا چې توکم او سمې په دې اړه خپل تاثیر لري دغه راز نړیوالې احصایې په دې هکله توپير کوي او ډیر ځله په دې هکله څیړنې هم شوي خو چندانې دقیقه احصایه ېې نه ده وړاندې کړې یوه بله خبره چې ممکنه ده ځینې ځوانان نديښمن کړي هغه دا ده چې په ځینو کسانو کې ممکنه ده کله چې قضیب نعوظ نه وي کړی وړوکی ښکاره شي خو کله چې نعوظ وکړي بیا ېې ممکنه ده اندازه ډیره غټه شي دا کومه ستونزه نه ده خو په ټول کې په متوسطه اندازه دیوه قضیب اندازه چې نعوظ ېې نه وي کړی له پنځو تر یولسو سانټي مترو پورې وي خو په نعوظ کې دغه اندازه د لسو اوشلو سانټي مټرو په منځه کې اوږدوالی لري خو باید پاملرنه وکړئ چې یخني اوډیره ستړیا په موقته توګه د قضیب اوږدوالی کموي .
تراوسه پورې داسې کوم درمل او کریمونه نه دي موندل شوي چې قضیب دې اوږد اویا غټ کړي په دې هکله هیڅ علمي مدرک نه شته په بازارونو کې بیلابیل درمل شته خو هسې دپيسو بې ځایه لګول دي دغه راز د واکیوم په نامه یوه دستګاه هم شته چې هیڅ ګټه نه لري یوازې په موقتي توګه ښايي د ۲۴ ساعتونو لپاره قضیب لږ لوي کړي خو ګټه نه لري بله دا چې دغه اله هم ممکنه ده تاوان وکړي او دقضیب انساج وشلوي.
البته ځینې جراحي رودې شته چې قضیب پرې اوږدیداي شي خو جراحي عملیات ېې هم خطرناکه دي او ډیری کسان ېې خطر نه قبولي په تیره بیا چې په جنسي خوند اونورو مسلو هیڅ اغیز نه لري هیڅ جراح ښايي په نړۍ کې ونه موندل شي چې یوازې دښکلالپاره دغه کار وکړي البته که ېې ظاهري شکل ډیر خراب او یا نورې ستونزې ولري بیا عملیات کیداي شي یوه خبره چې مهمه ده دا ده چې قضیب چې څومره وړوکی وی توپير نه کوي ځکه چې دمیرمنو د مهبل عضلات داسې خاصیت لري چې دقضیب په شاوخوا حلقه جوړوي او میرمنې هیڅکله داسې احساس نه کوي چې ګواکې ارضا شوي نه دي تر دې چې د خپلې تناسلي الې په فکر کې یاست میرمنې دخوشالولو لپاره نورې لارې رودې پیدا کړئ.
ځینې کسان وايي چې په سپورت کولو سره ممکنه ده دقضیب اندازه اوږده کړي خو دې ته باید پام وکړو چې قضیب هیڅ ډول عضله نه لري چې په سپورټ سره وده وکړي.