د زابل د اطلاعاتواوفرهنګ رياست له لورې دنازو انا په نوم مهالنۍ مجله دچاپ په ګاڼه وپسولل شوه. د نازو انا مجلې لمړۍ ګڼه د زابل مشاهيرو ته ځانګړې شوې اوپه ۴۴ مخونو کې په ښه صحافت سره چاپ شوېده، چې تېره ورځ يې په زابل کې دمخ کتنې مراسم تر سره شول.
په هغه غونډه کې چې ددې مجلې دمخ کتنې په وياړ جوړه شوې وه، د زابل داطلاعاتواوفرهنګ رييس او دنازو انا مجلې موسس عبدالمقيم افغان له ټولو هغو کسانو مننه وکړه چې ديادې مجلې په خپراوي کې يې ورسره مرسته کړې وه، په ځانګړې ډول د ولايت له مقام څخه چې د مجلې مالي لګښت يې په غاړه اخيستی وو. نوموړې همدا ډول زياته کړه چې ديادې مجلې په مټ به د زابل د هراړخيزې پېژندنې، د خلکو د ستونزو دراسپړلو، دځوانانو او اديبانو دهڅونې لپاره کار کوي. دزابل اديبانو او فرهنګپالو د اطلاعاتواوفرهنګ رياست دا ګام خورا اغېزمن وګاڼه او هيله يې وښوده چې دا مجله به په دوامداره ډول پسي چاپ شي.
د يادولو وړ ده چې تر دې وړاندي په زابل کې دولتي مجله نه وه چاپ شوې، د زابل والي الحاج محمد اشرف ناصري هم په يوه ناسته کې ددې مجلې چاپول د زابل لپاره يوه ستره لاسته راوړنه وبلله، او زياته يې کړه چې په هره مياشت کې به د نازو انا مجلې دچاپ زمينه برابره کړي.
پاتې دي نه وي چې نازو انا دافغانانو يوه پوهـ، مېړنۍ او پاک لمنې موره وه، د نوموړې همدا فخر بس دی، چې يو ستر مشر او ملي قايد ننګيالی ميرويس خان نيکه يې په خپله لمن کې روزلی وو.
راپور: صفت الله ارغنداوی