نصرت اله تسل

کله چې په یوه ټولنه کې جنګي حالات وي، بدبختۍ او خپلمنځي ستونزې وي، نو هلته د هر ډول پرمختګ لپاره جدي ننګونې وي.

په دغسې شرایطو کې د ژوند مهمه اړتیا سواد او زده کړې له نشتوالي سره مخ کیږي او ددې په نشتون کې ټولې هغه بدمرغۍ پېښيدونکي او پېښې شوي چې انسان یې ډېر کله د زغم توان هم نه لري.

حالاتو ته په پام زمونږ ټولنه له هره پلوه کمزوري ټولنه ده، ځکه یو وخت هم له غمونو، کړاوونو، وژنو، تربګنیو، بې اتفاقیو او نورو ستونزو خالي نه ده.

دا چې دا هرڅه ولې راپېښ یا پېښیدونکي دي، په اړه یې وړاندې ډېرو خلکو ډېر څه لیکلي او ویلي دي.

ورته ټولې ستونزې د خپل ډېرښت له امله خلک له رواني اړخه هم په ستونزو کې رانیسي.

دلته هر کس که سخت زړی وي یا خوږ زړی، خو دغه شیانو شپه ورځ د غم پر ټغر کینولی دی. او ډیری خلکو ته خو یې بلا رواني تکلیفونه پیدا کړي ډي.

چې بیا ددې ټولو په وجود کې د خلکو ترمنځ چل چلند هم له بې خوندیو ډک وي، رنګه رنګ ځورونې په کې وي.

بدا خو لا دا ده، چې که موږ پردي نه ځوروي نو خپله مو هم ددې هڅه کړي او کوو، تر څو خپله په خپلو کې سره خفه کړو، یوبل ته ځور ورپېښ کړو او هر وخت ان د وینو تر تویدو پورې د یوه او بل سرته کېنوو.

مخکې مو یادونه وکړه، زمونږ د ټولنې نیږدې ډېره برخه په رواني مشکلاتو اخته ده، له امله یې سترې ذهني پریشانۍ راپېښې شوي او په یو ځل اخته کیدو سره ډیری ماشومان، ځوانان حتی بوډاګان هم ترې بچ نه دي پاتې شوي.

راځم اصل ټکي ته، په دې ټولنه کې یوه له مهمو ذهني او رواني ستونزو یو او بل ته د ناسمو نومونو کارول دي، هغه هم یو چاته که د هغه خوښ وي او یا نه، په یو داسې نوم بلل، چې ده ته د مرګ له راتګه هم زیات د خفګان سبب کیږي.

په اوریدو سره یې پر ژبه هر وخت بد رد راځي، خو زمونږ په ټولنه کې په ډیرې بې پامۍ او عام ډول د خندا او مسخرو سره یو ځای تکرایږي.

ډیری ماشومان چې ښه ښایسته نومونه به لري او نومونه به یې ښه ارزښتناکه مانا هم لري، خو کور، کلي او کوڅه به ورته داسې نوم اخیستل کیږي، چې په اوریدو به یې وار له واره متوجه شې او ټول خواص به دې ددوی لورې ته شي، چې دا نوم د څه شي و.

 که ماشوم د ونه لیدو، نو که ډيره عاجله دې هم وي د هغه ځایه به دې تګ ته زړه نه ښه کیږي، تر څو چې د نوم خاوند دې لیدلی نه وي.

د همداسې یو صحنې شاهد یم.

یوه ورځ کلي کې له همزولو سره ناست وم، د کلي ځوانانو عجیب او غریب نومونه یو بل ته اخیستل، یو ځوان چې لوړې زده کړې هم کوي، نو کلیوالو به هغه ته د (پتو) نه ویل، اول خو مې دا د پتو نوم نه شو زده کولای.

همدې اندېښنې ته مجبور کړم، چې ډېر کله له دغه کس سره نیږدې پاتې شم، ترڅو پوه شم دا څه ډول نوم ورته اخلي او ولې یې په دې نوم یادوي.

دغه ځوان په هر ځل اوریدو سره هر چاته سوال زارۍ کولې، چې د خدای دپاره سم نوم راته اخلئ.

نه یوازې خپل کلي کې بلکې ډیرو نورو کلیو کې مې هم داسې نا اشنا نومونه واوریدل چې په اوریدو سره به  د سړي خندا راتله ، چې کله به د هغه دنوم خاوند ولیدو، نو بیا خامخا ورته خفه کیږې، ځکه هغه  به ښه ښایسته انسان وي او که دوښمن د هم وي، نو هغه  بدرنګ نوم د سړي نه پرې لوریږي.

بس زما هم دې ډول نومونو سره فکر شو، چې هر نوي ځای ته ځم، نو ستړي مه شي او د هغې سیمې د خلکو خپلمینځې خبرو ته به مې غوږ نیولی وي، چې دوی په خپلو کې کوم ډول نومونه سره اخلي.

یو ورځ د جمعې لمانځه لپاره جومات تلم، جومات ته په رسیدو مې پر یو سپین ږیري سترګې خښې شوې، چې کاڼي یې لاسونو کې نیولي وو او ماشومانو پسې یې منډې وهلې، ورته پښه نیولی شوم.

پام مې شو هغه ماشومانو دې سپین ږیري بابا ته د ګوګوشتو نه ویل.

اې! پکار خو دا وه، چې ورته د بابا، کاکا کنه له حاجي صیب ووايي، ځکه په دې ټولنه کې هر ناپېژاند مشر کس ته له ماما یا حاجي صیب نه ویل کیږي.

خو بله یې لاډېره ځورونکي ده.

که د چا لاس ستونزه ولري، په پښه معلول یا معیوب وي، نو ټول خلک یې ګوډ بولي او که بدن کې کومه بله نیمګړتیا ولري، نو د هغې برابر نوم ورته اخلي.

حتی که د یو چا به بدن کې وینه کمه وي نو، دا نور به ورته له (زېړ) نه وايي.

ددې ترڅنګ که لږ خو څوک له رنګه تورکی وي، نو که ژاړي او که خاندي د تور نوم خو یې په عامه اصطلاح په برخه رسیدلی وي.

اول یې خپله کورنۍ تور بولي ورپسې د کوڅې، کلي او ان تر ښوونځي هم دا نوم ورسیږي.

په نوره نړی کې هم هر کس ددوستانو، کورنۍ غړو او خپله سیمه کې خامخا دوهم نوم لري او د اصلي نوم نه پر دوهم زیات مشهور وي، خو زموږ سره په ډیر ستر توپیر؛ چې دوی یو بله ته داسې نومونه له ډيرې مینې اخلي.

 دوی کې معمول همداسې دی، چې څوک سره ګران وي، نو یو بل ته د مینې او خوښۍ په خاطر یو نوی نوم ږدي.

نه داسې لکه زموږ نومونه چې مخطاب یې په اوریدو سره پاو، پاو غوښه کموي.

څومره لوی توپیر دی زموږ او د نورو ټولنو د خلکو ترمنځ.

دوی سره د یو او بل د خوشالولو فکر ورسره دی او موږ سره د یو بل د خفه کولو فکرونه…

که چاته ووایې، چې دا فلانی ښکلی سړی دی، دا سپک نوم ورته مه اخله ما ته هر ورځ له تا او نورو ملګرو ګیلې کوي، بېچاره تر پوزې مو راوستی دی، لنډ به درته وایي، نه، هسې ټوکې ورسره کوم، ته ګوره! ټوکې خو د یو چا د خوښ ساتلو لپاره کیږي.

خو زموږ دا ټوکې هم د ټوکو په څیر ندي که دي!؟

د نړۍ نور خلک، چې دا کار له مینې کوي، خو زموږ چې د یو چا د بد راتلو له امله کیږي، ځکه بد به یې راځي.

ځه دا له ګرانۍ ورته وايي خو داسې نوم چې پر هغه د ټوپک له مرمۍ هم پرې بد لږیږي، همدا خو مو ستره نیمګړتیا ده.

که موږ یو بل ته د زړګي سر، ګل، د زړه سر، خواږه سړیه، ګرانه….. داسې خواږې کلمو سره غږ وکړو، چې زموږ خواږه ژبه پر داسې کلمو غني غني ده نو له یوې خوا به له بدو خبرو راګرځیدلي وو او له بل لوري به مو مقابل لوری د خفګان پر ځای خوشاله ساتلی وي.

که دغه د مینې او مهربانۍ ډکې کلمې په خپلو کې یو بل ته د خرابو او خفه کوونکو نومونه پر ځای واخیستل شي، خپلو کې به مو مینه زیاته نشي؟ ددې پرځای چې د یو بل له لیدو مخ اړو، چې هسې نه ددوستانو مینځ کې راته  څه بد نوم واخلي، یو او بل پسې به غږونه ونکړو؟

که سپین ږیرو ته د ګوګوشتو پر ځای د کاکا، بابا، ماما او نور درنه نومونه واخلو، خپل اصلیت او ادب به مو ساتلی وي.

ما ډير لیدلي دي، چې یو څوک پر ماشوم د تور یا زیړ په نوم غږ کوي، نو ماشوم وار له واره  په بدو ردو پیل کوي، ایا پدې نوم سره به دغه ماشوم ښو کارونو ته وهڅیږي او که دا به د بدو کړنو ترسره کولو لپاره د افرین او پر شا ټپولو په مانا وي او دده پر راتلونکي اخلاقو به څومره منفي اغېز وکړي؟؟؟

د یوې سمې او مینه ناکې ټولنې په هیله!

نصرت اله، تسل، ژورنالېزم پوهنځی

One thought on “د ناز نوم او که د سپکاوي نوم/ نصرت اله، تسل”
  1. دا ټولی خبری د په ځای دي. خو کاش هغه څوک چه داسی غلت نومونه کاروی ستا لیکنه ولولی او عمل پری وکړی. ستا د نورو شو لیکنو په تمه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *