تاند- ناسا یا د امریکا د فضايي تحقیقاتو اداره د یوې داسې تر ږغ چټکې الوتکې پر جوړولو کار کوي چې مښوکه یې لوړه او تېزه ده خو په مخکینۍ برخه کې کړکۍ او شیشه نه لري.
دا الوتکه د دې لپاره په مخکینۍ برخه کې شیشه نه لري چې د هغې لوړه مښکوکه یا څوکه د کړکۍ لپاره ځای نه پرېږدي.
د کړکۍ پر ځای د ناسا دا تر غږ چټکه الوتکه له داسې مانیتور او کمرو کار اخلي چې د بهر لیدلو سیستم نومېږي. دا سیستم بهرنۍ فضا پېلوټ ته ښيي.
د لاکهید مارتین کمپنۍ د متخصصانو په وینا دا الوتکه یې د دې لپاره داسې ډیزاین کړې چې د الوتکې لوړ ږغ پېلوټ او سپرلي په تکلیف نه کړي.
لاکهید مارتین کمپنۍ او ناسا دا الوتکه په ګډه جوړوي.
دوی وايي، داسې تر ږغ چټکه الوتکه جوړوي چې غږ یې په نسبي ډول ټیټ وي.
تراوسه پورې دولتونو د چټکو الوتکو مخه د هغو د لوړ ږغ له کبله نیولې ده خو ناسا او لاکهید مارتین کمپنۍ هڅه کوي چې د ټیټ ږغ الوتکې جوړې کړي.
د بریالیتوب په صورت کې به دا الوتکه تر ۲۰۲۱ پورې الوتنې پیل کړي.
تېره اوونۍ لاکهید مارتین کمپنۍ دا الوتکه، چې ناسا یې د جوړولو فرمایش ورکړی و، وازمویله: