تاند- پلوتو ته د ناسا لېږل شوې ستور بېړۍ د سې شنبې په ورځ په هره ثانیه کې په ۱۴ کیلومتره سرعت تېره شوه.

دې فضايي سفینې څو ورځې مخکې له لس کلونو وروسته له دې سیارې خورا مفصل عکسونه مځکې ته رالېږلي وو.

دا فضايي بېړۍ، چې «نیو هورایزنس» یا نوي افقونه نومېږي، نژدې لس کاله پخوا د فلوریدا ایالت له کېپ کنېفېرال څخه توغول شوې وه.

دا ستوربېړۍ به، چې اندازه یې د پیانو هومره ده، پرون /جولای ۱۴مه/ پلوتو ته نوره نژدې شوه او ګڼ عکسونه یې مځکې ته راولېږل.

1حاضردمه نیوهورازنس له مځکې سره بې ارتباطه ده خو پلټنو ته دوام ورکوي.

هغه عکس چې د ناسا ساینسپوهان به یې نن/ د چهارشنبې ورځ/ خپور کړي، تر هغو عکسونو چې مخکې یې خپاره کړی دي، ۱۰ هومره زیات روزولوشن او شفافیت ولري.

په دې فضايي بېړۍ، چې پکې څوک سپاره نه دي، ۷ سوه ملیون ډالره لګېدلي او فضا ته تر ټولو استول شویو ستوربېړیو زیات سرعت لري.

1

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *