تاند- د ناسا یا د امریکا د فضايي تحقیقاتي ادارې ستوربېړۍ د دوشنبې په ورځ /نوومبر ۲۶/ له ټاکلي وخت یوازې څو دقیقې ناوخته بې ستونزې پر مریخ کښېناسته.
ستوربېړۍ پر مریخ له کښېناستو سره سم د بیپ ږغ او د کښېناستو د ځای یو عکس ناسا ته ولېږه.
دا ستوربېړۍ، چې اینسایټ (InSight) نومېږي، د سږ کال د مې په ۵ نېټه استول شوې وه.
اینسایټ به پر مریخ ۲ کاله تېر کړي او خپل تحقیقات به مځکې ته راواستوي.
ان سایټ تر مریخ پورې (301,223,981) مایله مزل په ساعت کې په ۶۲۰۰ مایله سرعت وکړ. دا ستوربېړۍ دوو سپوږمکیو بدرګه کوله.
د ناسا ژوندۍ خپرونه