تاند- ناسا یا د امریکا د فضايي تحقیقاتو اداره غواړي چې فضا ته یوه افغانه (تمنا سروري) ولېږي.
تمنا سروري د ناسا د نړیوالې ادارې غړې ده او ټاکل شوې ده چې په نژدې راتلونکې کې فضا ته واستول شي.

ناسا وايي چې نژدې ۱۸ زره ۳۰۰ تنو لېوالتیا ښوولې چې فضا او حتي مریخ ته لاړ شي.

عبدالاحد مومند
عبدالاحد مومند

دا اداره وايي چې د دوی د ۲۰۱۷ کال د پروګرام لپاره غوښتنلیکونه د ۲۰۱۲ کال درې برابره زیات دي.
لومړنی افغان، چې فضا ته تللی، عبدالاحد مومند دی چې په ۱۹۸۸ م کال د اوسني قزاقستان د بایکانور له فضايي مرکزه فضا ته لاړ.

نوموړی د ۴۰۰ تنو داوه طالبانو په منځ کې غوره شوی و. مومند د سختو ازموینو له ورکولو وروسته غوره شو.

خو د تمنا سروري په اړه تراوسه پوري څه نه دي ویل شوي.

د نړۍ لومړني فضانورد یوري ګاګارین څو لسیزې پخوا د افغانستان د سفر په ترڅ کې ویلي و، هغه وخت لېري نه دی چې یو افغان هم فضا ته لاړ شي. په هماغه وخت عبدلاحد مومند د کابل د حبیبې لېسې زده کوونکی و. خو له دې خبرې ۲۵ کاله وروسته د ګاګارین اټکل د ده په اړه رښتیا شو.

که اغلې سروي هم فضا ته لاړه شي، نو دوهمه افغانه به وي چې فضا ویني.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *