تاند- ناسا یا د امریکا د فضايي تحقیقاتو اداره غواړي داسې ټیلسکوپ جوړ کړي چې د کیپلر کار ته دوام ورکړای شي.
اټکل کېږي چې دا نوی ټیلسکوپ به ۱۴۰۰ نوې سیارې کشف کړي.
د ډیلي مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، ناسا ویلي چې دا نوی ټیلسکوپ به یې تر هابل ټیلسکوپ ۱۰۰ برابره قوي وي او ۱۴۰۰ سیارې به کشف کړای شي.
دا ټیلسکوپ، چې (WFIRST) نومېږي، د نړۍ لا واضیح تصویر ښودلی شي. په دې ټیلسکوپ ۳ ملیارده او ۲۵۰ ملیون 20ډالره لګښت کېږي.
کیپلر له شمسي نظامه دباندې ۲۶۰۰ سیارې کشف کړې وې.
د امریکا د اوهایو ایالت د پوهنتون د فوق دوکتورا د دورې څېړونکی متیو پیني وايي، موږ غواړو چې د دغو سیارو د منظومې ډول وپېژنو. باید د دې مقصد لپاره هر څه وڅارل شي او (WFIRST) ټیلسکوپ هغه سیارې معلومولی شي چې لوی مدارونه لري.