تاند- ناسا په وروستیو کې د (TESS) په نوم یوه سپوږمکۍ د سیارو د موندلو لپاره فضا ته واستوله او اوس دې سپوږمکۍ په فضا کې فعالیت پیل کړی دی.

دا سپوږمکۍ به، چې له فالکن ۹ توغندي سره استول شوې، په دوو کلونو کې له شمسي نظامه دباندې د نورو سیارو، په تېره بیا د هغو چې مځکه ته ورته والی لري، د موندلو لټه کوي.

د سکای نیوز د راپور له مخې دا سپوږمکۍ به له شمسي منظومې دباندې د داسې سیارو، چې مځکې ته ورته والی لري یا د ژوند امکان پکې وي، د نښو د موندلو په خاطر د ملیونونو سیارو رڼا وڅاري.

(TESS) سپوږمکۍ د فلوریدا په کیپ کارنوال کې د امریکا د هوايي ځواک له مرکزه د اسمان لور ته واستول شوه.

دا سپوږمکۍ به، چې د کالو مینځلو د یوه ماشین هومره ده، په راتلونکو دوو کلونو کې په لکونو ستوري وڅاري.

د ناسا څېړونکي هیله لري چې TESS به له شمسي نظامه بهر شاوخوا ۲۰ زره سیارې ومومي.

همداراز اټکل کېږي چې TESS د مځکې په اندازه تر ۵۰ زیاتې سیارې کشف کړي.

وروسته له دې چې TESS دا ډول سیارې وموندلې، په لویو ټیلسکوپونو به د هغو په اړه نورې څېړنې وشي څو معلومه کړي چې ایا هلته د اکسیجن، میتان، کاربون ډای اوکسایډ او نورو ګازونو نښې شته.

ساینسپوهانو تراوسه له شمسي نظامه دباندې ۳۷۰۰ سیارې موندلي او پر ۴۵۰۰ نورو یې څېړنې روانې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *