تاند- یوه اماتور یا شوقي منجم د ناسا یوه سپوږمکۍ چې ۹ کاله پخوا ورکه شوې وه، وموندله.

سکاټ ټیلي د امریکا د فضايي تحقیقاتي ادارې یوه سپوږمکۍ، چې په ۲۰۰۵ م کال په فضا کې ورکه شوې وه او ناسا یې په موندلو نه وه بریالۍ شوې، وموندله.

ښاغلي ټیلي، چې له فضايي چارو سره ځانګړې مینه لري او په دې برخه کې کار کوي، د امریکا د هوايي ځواک د جاسوسي سپوږمکۍ (زوما) د موندلو په لټه کې وه او بالاخره یې وموندله.

د امریکا د پوځ هوايي ځواک دا سپوږمکۍ د ۲۰۰۵ م کال د جولای په اوومه د سپېس ایکس فالکن توغندي په وسیله فضا ته لېږلې وه، خو ناسا په دې کې پاتې راغلی و چې دا سپوږمکۍ په مدار کې راولي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *