تاند- د امریکا د فضايي تحقیقاتو ادارې (ناسا) یو اپلیکېشن جوړ کړی چې په وسیله یې کار اخیستونکي داسې سیلفي عکس اخیستلی شي لکه چې په فضا کې وي.

دا نوی اپلیکېشن (NASA Selfies) نومېږي او کاروونکي ته د فضا تصویرونه برابروي چې په خپل سیلفي عکس کې یې د بایګراونډ په توګه وکاروي.

ناسا د دې ترڅنګ یو بل اپلیکېشن هم راایستلی چې (Exoplanet Excursions VR) نومېږي او کاروونکي ته په فضا کې د مجازي تګ امکان برابروي.

د دې اپلیکېشن د کارولو لپاره ۳ بعدي عینکې پکار دي. په درې بعدي عینکو او حقیقي مجازي ټکنالوژۍ مو د ستورو منځ ته بیايي.

ناسا دا دوه اپلیکېشنونه د سپیټزر فضايي ټیلسکوپ د کار د پیل د پنځلسمې کالیزې په ویاړ معرفي کړي دي.

سپیټزر ټیلسکوپ د ۲۰۰۳ م کال د اګست په ۲۵ مه په ۸۰۰ ملیون ډالره لګښت د کیپ کارناوال له پلېټ فارم څخه فضا ته واستول شو او د لمر په یوه مدار کې ځای پر ځای شو.

(NASA Selfies) اپلیکېشن کاروونکو ته موقع ورکوي چې له هغو تصویرونو څخه، چې سپیټزر ټیلسکوپ اخیستي دي، د خپلو سیلفي عکسونو د بایګراونډ لپاره کار واخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *