علمي اوڅېړنیز سیمینار

د سرحدونواوقبایلوچارو وزارت په نوښت د 1392 لمریز کال دلېندۍ دمیاشتې په 18 مه نېټه دوزارت دتایمني میلمستون دکنفرانسونو په تالار کې دبلوچستان دنامتو شاعر، لیکوال او ژورنالست ارواښاد میرګل خان نصیر دمړینې ددېرشم تلین په اړه علمي څېړنیز سیمینار جوړشو.

په یاد سیمینار کې دجمهوري ریاست سلاکارانو ښاغلي ځلمي هېواد مل اوښاغلي عبدالکریم براهوي، دسرحدونو اوقبایلو چارو وزارت دقبایلي چارو اوجرګو معین ښاغلي محمد یعقوب احمدزي ، مالي او اداري معین ښاغلي سید احمد حقبین ، سلاکارانو او رئیسانو ،دملي شورا دمشرانو جرګې ځینو غړیو، دعلومواکاډمۍ غړیو، دبلوچانو دسراسري شورا ریس اوغړو، دبلوچو مخورو مشرانو، له بلوچستان څخه راغلیو علمي او ادبي شخصیتونو، دقومي شوراګانو استازو، علمي اوفرهنګي شخصیتونو، روڼ اندو او د رسنیو استازو ګډون کړی و. چې چارې یې دعظم الشان قرآن دڅومبارکو آیتونو په تلاوت پیل اوملي سرود خپور شو.

ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو معین سید احمد حقبین خبرې کړې او ويې ویل چې ارواښاد میرګل خان نصیر هم دخپل ولس له هیلو سره خپلې هیلې تړلې وې، ګڼ شمېر ادبي آثار یې ولیکل او دولس د ویښتیا اوهڅونې لپاره یې هاند او هڅې وکړې، دحق غوښتنې په لارکې دهغه مبارزه د درنښت وړده. پرموږ ده چې دخپلو درنو شخصیتونو دهیلو سره سم له هرډول توپیر پرته خپل ملي یووالی وساتو. او دهېواد او ولس دنیمکرغۍ لپاره هڅې وکړو.

همدارنګه سیمینار ته دجلالتماب حامد کرزي پیغام دسیمه ییزو مطالعاتو دمرکز مشرعبدالغفور لیوال ، دمشرانو جرګې پیغام عبدالباقي بریال، دعلومواکاډمۍ پیغام سرمحقق محمد اسلم افضلي، دبلوچانو دسراسري شورا پیغام جنرال ذوالفقار بلوچ، دقلم ټولنې پیغام څېړنوال محمد نبي صلاحي، دبلوچستان دعلی وزیر مالک بلوچ پیغام یارجان بادیني ولوستل.

دسیمینار په علمي برخه کې درنو لیکوالو هر یوه ستار پردلي، سرمحقق حسین فرمند، دبلوچي زند ورځپاڼې مدیر یارجان بادیني، فاروق مهرزاد، ډاکتر حیدرلاشاري، خدای نظر سرمچار، پروفیسورې نائله قادري بلوچ، حسن جانان اوګل محمد بلوچ پخپلو لیکل شویو مقالوکې د ارواښاد دژوند، فرهنګي هڅو ،خپل ولس ته دخدمت په لارکې دهغه په مبارزو په هراړخیزه توګه معلومات وړاندې کړل، چې دمقالو په ځینو برخوکې راغلي و.

ارواښاد د 1914 کال دمی میاشتې په 14 دنیاته سترګې وغړولې روڼ اندې شاعرو. شعرونه یې دخپل ولس له برخلیک سره ګنډه وه. دهغه شعر دخلکو غږدی په شل کلنۍ کې یې په شعر لیکلو پیل وکړ، تربېلابېلو سرلیکونو لاندې ګڼ شمېر چاپ او ناچاپ شوي آثارلري. چې خپل ولس یې دپوهې زده کړې ته هڅولی او ددې ترڅنګ یې دښکیلاګرو اوهغه چاپه وړاندې سیاسي مبارزه کړې. چاچې دبلوچانو دبد مرغه کولو هڅې کولې.

شل کاله یې په بند کې تیرکړي. له فشارونو سره سره یې بیاهم خپلې دحق غوښتنې اوخپلواکۍ غوښتنې مبارزې روانې وساتلې اوله خپلې لارې په شانه شو. دسیاست او ادب په ډګرکې نه ستړې کیدونکې هلې ځلې وکړې. د 1983 کال ددسمبر په میاشت کې د ورپیښې ناروغۍ له کبله په حق ورسید.

دسیمینار چارې اوڅېړنیزې مقالې دعلومواکاډمۍ علمي مرستیال اکاډمیسن سلیمان لایق ښې وارزولې دسیمینار له جوړونکو  او تنظیمونکو دزیارګاللو ستاینه یې وکړه. وې ویل: یوځل بیا دسرحدونو اوقبایلو چارو وزارت څخه مننه کوو. چې عنعنوي ملي سیاست ته درناوی کوي او داسې ارزښتناک علمي او څېړنیز سیمینارونه جوړ وي.

په پای کې دسرحدونو او قبایلوچارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو معین  ښاغلي محمد یعقوب احمدزي دسیمینار له ټولو برخه والو څخه مننه او قدرداني وکړه او د یو هوسا اوپرمختللي افغانستان دجوړیدو په دوعا سره یې دسیمینار چارې پای ته ورسولې.

دویلو وړ ده چې دسرحدونو اوقبایلوچارو وزارت دلېندۍ په 16 او 17 هم دپښتونخوا دنوښتګر شاعر او لیکوال سید راحت زاخیلي دمړینې دپنځو سم تلین په اړه دوه ورځنی علمي څېړنیز سیمینار جوړ کړی و.

د قومونو او قبایلو چارو وزارت خبرپاڼه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *