د افـــغانستــان اســـــــلامې جـمهوریت
 د سیـــمه ییزوارګانونو خپلواکه اداره
د غـزنـي ولایت
خبرپاڼه
۹-۱۲-۱۳۹۳
 
د غزني ولایت سرپرست والي الحاج محمد موسی خان اکبرزاده د دې ولایت د ناور (ناهور) ولسوالۍ قومې مشرانو او ځوانانو سره د یادې  ولسوالۍ د یو لړ ستونزو د هوارۍ په موخه نن شنبه د ولایت په تالار کې وکتل .
د ناور ولسوالۍ قومې مشرانو او ځوانانو دې ولسوالۍ  ته د غځیدلې لارې د امنیت د ټینګښت او  په دې ولسوالۍ کې د ښوونې او روزنې په برخه کې د ځانګړې پاملرنې غوښتنه وکړه ،او همداراز دوۍ د خپلو خبرو پر وخت  ژمنه وکړه چې د خپل دولت سره به په ټولو چارو کې همکار وي او اوږه په اوږه به د دولت سره ولاړ وي.
د غزني ولایت سرپرست والي الحاج محمد موسی خان اکبرزاده  د ناور ولسوالۍ قومې مشرانو او ځوانانو ته هرکلی او ښه راغلاست ووایه ، اکبرازده د ستونزو د هوارۍ لپاره  له دوۍ سره ژمنه وکړه چې په دغه ولسوالۍ کې به شته ستونزو ته جدې پاملرنه وشي .
 
شفیق ننګ ساپی
د غزني ولایت ویاند 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *