دغزني ناور ولسوالي ته مو کاري سفر درلود، ناور ولسوالي د غزني يو له هغو ولسواليو څخه ده، چې طبیعي ښکلاګاني يې د سړي نظر جلبوي، ياده ولسوالي پراخه شنې دښتې، پرېمانه اوبه لري.
همدارنګه د ناور په پراخو دښتو کې داسې وحشي ژوي او مارغان شتون لري، چې په نوروسیموکې نه موندل کېږي.
له موټر څخه مې پر يوې تپې د سترګو نظر ولوېد، چې په هسک سر کې يې اسکواټور په کار باندې لګيا ده، فکر مې وکړ، د سيمې خلک به د سړک جوړولو ته مټې رانغښتې، خو ما اټکل ځکه سم نه و، چې د سړک جوړولو لپاره نور ډېر سم ځايونه هم و.
کله چې د برجګي تنګي سرخ ده يک کلي ته ورسېدم، نو له کليوالو څخه مې پوښتنه وکړه، چې په هغه تپه باندې کومه رغنيزه پروژه شروع شوې که څنګه؟
کليوالو مې د خبرې ځواب لنډ راکړ نه؛ هلته معدن موندل شوی او په هغه باندې زورواکو کار پيل کړی دی.
ما د کليوالو خبره پرې کړه: دولت ولې ددغه خپلسري کيندنو مخه نه نیسي.
کليوالو په حیرانتيا ځواب راکړ: له دولت څخه په خپله پوښتنه وکړئ.
زه د کليوالو په نزاکت وپوهېدم، چې د موضوع سره دلچسپي نه لري، نو ما هم موضوع پرېښوده، ځکه په ناور ولسوالي کې دولت حاکم دی، په ټولو ساحو بشپړ کنترول لري، هرې سيمې ته پولیس سرتېری ډاډه سفر کوي.
دوی ددې کار مخه ځکه نه نيسي، چې هلته د پارلمان وکيلان او د غزني ولايتي ادارې په شمول د ناور سیمه ايزه اداره د مافيايي کړيو تر سحر لاندې دي، دوی د خپلو جېبونو ډکولو په فکر کې دي، دوی ملي شتمنیو په فکر کې نه دي.
زما خپل مسووليت همدا و، چې د مرکزي دولت او د کانونو پټروليم تر وزارت پورې خپل غږ ورسوم، په هغه سیمو کې چې مخالفين پکې نفوذ لري او کانونه لوټېږي، د حکومت کمزوري ده، د ملامتيا ګوته ورته نه نيسو، ولې په هغو سیمو کې چې دولت بشپړ حاکميت لري، د قانون حاکميت تر پښو لاندې دی، له چارواکو مې هيله ده، چې د ناور کان د ټول هيواد شتمني ده، باید مخه يې ونيول شي، هسې نه بیا په همدغه پيسو مافيايي کړۍ چاغې او د دولت نفوذ وننګوي.