انګرېز مفکر فرانسیس بېکن چې د شپاړلسمې پېړۍ په دویمه او د ولسمې پېړۍ په لومړۍ نیمه کې ژوند کاوه، د نوي منطق بنیاد کېښود. ده د بنیادم ګڼې هغه خطاوې رابرسېره کړې چې د فکر کولو پر وخت یې کوي. بېکن وویل مونږ اکثره وخت واقعیت هغه څه ګڼو چې زمونږ زړه یې غواړي. مثلا انسان له منظم او مرتب حالته خوند اخلي نو په خپل فکر کې یې د ستوریو د ګرځېدو مدار بالکل ګرد او بشپړ دایروي تصور کړی دی.

 فرانسیس بېکن لیکي د انسان یوه کمزوري دا ده چې کومه خبره خوند ورکوي او خپله ګټه یې پکې وي، د هغې د منلو لپاره په دلایلو پسې ګرځي او کومه خبره چې یې په ز ړه اواره نه وي، د هغې په باره کې په ښکاره دلایلو هم سترګې پټوي.

 بېکن وایي که غواړې حقیقت ته ورسېږې، تر هر څه ړومبی هغو خبرو ته د شک په نظر وګوره چې ستا پر طبعه برابرې دي. ځکه خلک اول هغه شی چې پر طبع یې برابر وي، مني او له منلو وروسته ورته دلیلونه پیدا کوي. خو دا د حقیقت د موندلو لار نه ده.

 په پخواني منطق کې چې ارسطو یي یې بنیاد ایښی و، د حقایقو له کشف سره ډېره مرسته نه کېده. په ارسطویي منطق باندې چې صوري یا قیاسي منطق یې هم بولو، نیوکه شوې ده چې د هغه څه د ثابتولو او منلو هڅه پکې کېږي چې تر دې هڅې دمخه مو لا باید منلی او قبول کړی وي. مثلا د قیاسي استدلال په اساس وایو: ۱) سقراط انسان دی. ۲) ټول انسانان فاني دي. نو: ۳) سقراط فاني دی. که چېرې ټول انسانان پیژندل شوي او دا معلومه شوې وي چې فاني دي، نو د سقراط په اړه خو د دریمې جملې ( قضیې ) تر ویلو دمخه لا پوهېدو چې فاني دی. قیاسي منطق له ( کل ) څخه ( جز ) ته رسېږي، خو استقرایي منطق چې فرانسیس بېکن یې بنسټګر بولو اوپه وروستیو پیړیو کې یې وده وکړه، له اجزاوو څخه ( کل ) ته رسي.

 زوړ فکر د نارسیسست ( خودپرسته او ځانغواړی) بنیادم غوندې تر ډېره حده په خپل ځان کې غرق دی خو نوی فکر غواړي چې حقیقت ته ځان ورسوي.

 فرانسوی مفکر دکارت چې د فرانسیس بېکن له مړینې څلېریشت کاله وروسته هم ژوندی و، د نوې فلسفې یو بل بېرغوال دی. د هغه دا خبره د فکر او فلسفې د دنیا خورا مشهوره جمله ده چې وایي:« زه فکر کوم نو یم.» مانا دا چې د خپل وجود د شته والي په څېر څرګند حقیقت هم باید بې دلیله او په پټو سترګو ونه منو.

 په زاړه فکر کې به اول یو شی حقیقت ومنل شو او بیا به عالم هغه څوک و چې د حقیقت په نوم منل شوي چوکاټ سره برابرې خبرې وکړي خو د بېکن او دکارت په څېر مفکرانو د چوکاټي خبرو په ماڼۍ باندې اور بل کړ او د دغه اور تاو ادبیاتو ته هم ورسېد.

 په چوکاټي فکر کې حقایق ثابت معلومېدل. شاعرانو هم په یوه بڼه شاعري کوله. مثلا یو وخت ویل شوي وو چې د دېوان غزلونه باید له الفه تر یا پورې د ټولو توریو ردیفونه ولري، نور نو په دې باره کې فکر نه کېده چې په دغه کار کې ګټه یا ښکلا شته که نشته؟

دغه راز پخواني نکلونه د ( وو نه وو) په عبارت شروع کېدل او ټولو، په لږ تفاوت سره، ورته جوړښتونه لرل. مثلا که به خان زامن لرل ، شمېر به یې یو یا اووه وو؛ که به څوک باچا کېدل، باز به یې په سر کښېناست؛ که به د خان یا باچا د مېرمن اولاد نه ، نو خدای پاک به د ملنګ په دعا زامن ورکول او ډېر ځله داسې کېدل چې صادق عاشقان له مړینې وروسته په یوه قبر کې ولیدل شي.

 خو د نوي فکر او فلسفې په رڼا کې راڅرګند شوي داستان یعنې ناول تکرار شوي قالبونه مات کړل. ناول د قالب او وارمخکې جوړ شوي چوکاټ په ځای ژوند ته ورته شو. لکه څنګه چې هر انسان بېل ژوند کوي او خپلې تجربې یې وي، دغسې هر ناول له بل ناوله بېله دنیا بیان کړه. لکه څنګه چې نوی فکر د حقیقت په پیژندلو کې تر زاړه فکر بریالی و، دغسې نوی داستان( ناول) تر پخواني داستان( نکل) د واقعیت په انځورولو کې بریالی راوخوت.

 په تېرو درې ، څلورپېړیو کې د کلیسا د نفوذ کمېدلو، د صنعت او تجارت ودې، د بیان د ازادي زیاتوالي ، د منځنۍ طبقې پیاوړتیا او د بېکن، دکارت، جان لاک او هیوم غوندې مفکرانو ظهورچې انسان یې له حقایقو سره لا زیات اشنا او پرطبیعت باندې لا زیات لاسبری کړ، د اروپایانو زاړه فکري نظام ته ګوزارونه ورکړل؛ هغه نظام چې فرد پکې اهمیت نه درلود او عاقل بنیادم پکې هغه څوک و چې د نورو غوندې د اوسېدلو او د نورو غوندې د فکر کولو چل یې ښه زده وي.

 ناول د همدې زاړه فکري، اجتماعي او اقتصادي نظام د ړنګې شوې ماڼۍ د دوړو له منځه سر را اوچت کړ او په خپل درې، څلور سوه کلن عمر کې د دنیا د لویو ژبو په تر ټولو مهم ژانر بدل شو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *