راپور: محمدواصل وصال

د ځوان کیسه لیکوال او ناول لیکونکي محمد اصف عمر نمانغونډه د پل فکري کړۍ او میدیوتیک افغانستان د ټولنیز او رسنیز مرکز په ګډه هڅه په کابل کې ترسره شوه.

  د میدیوتیک افغانستان د ټولنیز او رسنیز مرکز مشر محمد عاطف فقیرزاده وويل چې دوی خوښ دي چې د پل فکري کړۍ سره یې په ګډې همکارۍ د ځوان کیسه لیکوال او ناول لیکونکي محمد اصف عمر د ادبي هلو ځلو د درناوي لپاره يې دغه غونډه جوړه کړې چې پکې ګڼو لیکوالو،شاعرانو او د ادب مینه والو ګډون کړی اود اصف عمر پر لیکوالۍ يې مقالې لیکلي او خپل تاثرات یې دده د اثارو په برخه کې راټول کړي دي.

اصف عمر په خپلو خبرو کې دا د ځان لپاره ځانګړي ورځ وبلله.
اصف عمر په خپلو خبرو کې دا د ځان لپاره ځانګړي ورځ وبلله.

ده زياته کړه:دا زمونږ لومړۍ غونډه وه چې اصف عمر مو پکې ونمانځه مونږ د ستوري ځوانان په نوم دې لړۍ ته د پل فکري کړۍ په مرسته دوام ورکوو او ورته نورې غونډې هم د ځوانانو لپاره جوړوو.

د پل فکري کړۍ په استازیتوب ښاغلي اجمل تورمان وويل: (( وياړو چې د خپل موجودیت اعلان په يوه داسې غونډه کې کوو چې يو ځوان لیکوال په کې د خپلو وړتیاو له مخې نمانځل کیږي.))

د ميډيوټيک افغانستان استازى ښاغلى فقيرزاده د وينا پرمهال.
د ميډيوټيک افغانستان استازى ښاغلى فقيرزاده د وينا پرمهال.

هغه زياته کړه: پل فکري کړۍ په کابل کې د يو شمېرځوانانو لخوا جوړه شوې ده او د کړۍ د لويولو لپاره له دوی سره هیڅ ويره نده موجوده خو شرط یې دا وړاندې کړل چې د هم پلو ملګرو ترمنځ فکري فاصلې نه وي موجودې.

د نني افغانستان د اونیزې مسول ښاغلي عبدلغني هاشمي د پل فکري کړۍ جوړېدل يو مثبت ګام وباله او اصف عمريې يو هڅانده لیکوال په توګه ياد کړ.هغه وويل:زياتره وخت نمانځغونډې د ملګرۍ او روابطو په اساس جوړیږي او د حقدار کسانو حق په کې نه ادا کیږي.

د پل فکري کړۍ استازى اجمل تورمان د وينا پرمهال.
د پل فکري کړۍ استازى اجمل تورمان د وينا پرمهال.

د پښتو ژبې تکړه کیسه لیکوال او ناول لیکونکي نصیر احمد احمدي د اصف عمر په ژباړل شوو اثارو رڼا واچوله او دی یې يو برلاسی ژباړن وباله هغه وويل اصف عمر هغه اثار پښتو کړي چې زمونږ ټولنې ته ډېره اړتیا ده.

په غونډه کې د ویناوالو ترڅنګ يو شمېر لیکوالو د اصف عمر پر اثارو مقالې واورولې او د ډېرو ښګینو ترڅنګ يې يو شمېر ستونزې هم ورته په ګوته کړې.

افغان کيسه ليکوال نصيراحمداحمدي هم د عمر ناولونه وستايل.
افغان کيسه ليکوال نصيراحمداحمدي هم د عمر ناولونه وستايل.

په ټولیزه توګه د ناول لیکونکي د ناولونو د لیکلو سبک او بڼه وستایل شوه او پراخې ادبي هڅې یې د افغان ټولنې، ادب او ادبي هنر په ‌ډګر ډېرې اغېزمنې او موثره وګنل شوې.

د دې غونډې اصلي او بنسټیزه موخه او هدف له یوه اړخه د دې هڅاند او ژمن لیکوال د ادبي هڅو او هنري پنځونو او تخلیقاتو د څه نا څه حقونو ادا کول او له بله اړخه له دې لارې د افغاني ټولنې او کلتور د ودې لپاره یو کوچنی ګام پورته کول وو.

عمر د پل فکرۍ کړۍ له غړو سره .
عمر د پل فکرۍ کړۍ له غړو سره .

اصف عمر تردې مهاله له لسو ډېر ناچاپ او ناچاپ اثار لري او په دې برخه کې په خورا مینه کار کوي ، د غونډې په پای کې د پل فکري کړۍ او د میدیوتیک افغانستان ټولنیز او رسینز مرکز لخوا ښاغلي اصف عمر دده د غوره خدمتونو له مخې ستاینلیکونه هم ورکړل شول.

عمر د غونډې له برخوالو او خپلو مينه والو سره .
عمر د غونډې له برخوالو او خپلو مينه والو سره .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *