د ناوي ولسوالۍ دخسراباد اوسیدونکي نن دهلمند مدني ټولني ته دشکایت په موخه راغلي وه
هغوي وايي د ناوی ولسوالۍ دجرنامو په نوم قرارګاه کي امنيتي ځواکونه ددوي پرکورونو هاوانونه اوتوپونه راغورځوي.
نوموړي له دولت نه ګېله لري ،چې امنیت دي ورته وساتي او دولسي وګړو پرکورنو د امنیتي ځواکونو له لوري دهاوانونودغورځولومخه ونیسي.
دناوی ولسوالۍ دغه اوسیدونکو دغه راز وویل افغان امنیتي ځواکونو ته ناسم مالومات ورکول کېږي ځکه هغوي دولسي وګړو کورونه په نښه کوي
هغوي زياته کړه
موږ ددولت همکاره یو او تل مو ددولت ملګرتوب او ننګه کړي او تل به یې کوو نو دولت هم مکلف دی چي ددوي ساتني ته جدي پاملرنه وکړي.
دهلمند مدني ټولني غړي اسدالله پتمن دیادو کسانو ستونزي پر ځای وبللي اوله دوي سره یې ژمنه وکړه چي ږغ به یې تر مسولینو رسوي .
نوموړي د دواړو ښکېلو لورو غوښتنه وکړه چي د جګړي پرمهال د ملکي وکړو ساتني ته ځانګړي پاملرنه وکړي .
داپه داسي حال کي ده چي تېره ورځ ناوي ولسوالۍ کي دملکي وګړو پر یوکورد هاوان د لګېدو له امله د یوي کورنۍ ۶ غړي ټپیان سول چي ماشومان هم پکي شامل وه.
دیادولو ده چي دتېرو څو ورځو راهیسي په یادي ولسوالۍ کي وسله والو طالبانو (۲۰) تنه ملکي وګړي ددولت سره د همکارۍ په تور وژلي دي.
