تاند- ټاکل شوې ده چې د ناټو – روسیې شورا نن /پنجشنبه/ د سفیرانو په کچه په بروکسیل کې غونډه وکړي.

دا خبره د ناټو د پوځي کمېټې ريیس چک جنرال پیتر پاول د چهارشنبې په ورځ وکړه.

جنرال پاوول په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، دا غونډه د ناټو او روسیې د عادي غونډو په لړ کې کېږي خو دا ځل یې د غونډې په موضوعاتو کې د اوکراین حالات، د پوځي فعالیتونو شفافیت او د افغانستان شخړه هم شامله ده.

تېره اوونۍ سي آی اې روسیه په افغانستان کې د طالبانو په ملاتړ تورنه کړه او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف هم پرون ومنله چې اوس د پاکستان ترڅنګ روسیه، ترکیه او چین د طالبانو ملاتړ کوي.

د بریتانیا ټایمز ورځپاڼې په وروستیو کې له طالبانو سره د روسیې د مرستې، چې د تېلو په بڼه یې ورکوي، افشا کړې.

ورځپاڼې وویل، طالبانو له روسیې څخه وړیا اخیستي تېل په کابل کې پر یو شمېر سوداګرو پلورلي او پیسې یې د حوالې له لارې ترلاسه کړي دي.

د ټایمز په راپور کې دا نه دي ویل شوي چې طالبانو ته تېل د افغانستان په کومه سیمه کې څرنګه سپارل شوي دي.

One thought on “د ناټو او روسیې استازي نن پر افغانستان خبرې کوي”
  1. د جیهادونو سپانسرول د امریکا لوی نړیوال بزنس دی. روسان یې اوس په ګټه پوه شول او د جیهاد مارکیټ ته یې مخه کړه. دا داسې بزنس دی چې د سپانسر زیان احتمال نژدې صفر دی، کور د جیهادپالو ولسونو ورانیږي. د ناټو – روسیې دا بحث هم د جیهاد په نړیوال مارکیټ کې د وڼډو پر سر ده ههههه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *