تاند- ناټو وايي نن په افغانستان کې د یوې حملې په نتیجه کې، چې د خره په وسیله وشوه، د دوی درې سرتېري وژل شوي دي.
د ناټو په مشرۍ ایساف ځواکونو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا درې پوځیان د افغانستان په ختیځ کې وژل شوي دي.
په خبرپاڼه کې د پېښې دقیق ځای او د وژل شویو پوځیانو د هویت او ملیت په اړه څه نه دي ویل شوي.
خو د میدان وردک د والي ویندوی عطا الله خوږیاڼی وايي چې په وردک ولایت کې شوی دی.
خوږیاڼي وویل چې نن د یوه خره په سویله د ناټو او افغان ځواکونو پر ګډ کاروان برید وشو چې له کبله یې د ناټو درې پوځیان او د هغو افغان ترجمان ووژل شول.
د خوږیاڼي په وینا په دې برید کې، چې په سید اباد ولسوالي کې وشو، څلور افغان امنیتي ځواکونه ټپیان شوي دي.
د سږکال په روانه جولای میاشت کې له دغو درو پوځیانو سره د ناټو ټولټال اووه غړي په افغانستان کې وژل شوي او په ټول (۲۰۱۳) کال کې د دغو ځواکونو تلفات ۹۸ تنو ته رسېږي.
تېر کال په جولای میاشت کې د ناټو ۴۶ سرتېري وژل شوي ول. خو ورتېر کال په ورته میاشت کې د ناټو د تلفاتو شمېر ۵۳ تنه اعلان شوی و. په تېرو دوولس کلونو کې د ۲۰۱۰ کال جولای میاشت د ناټو لپاره تر ټولو خونړۍ وه. د ۲۰۱۰ کال په جولای کې د ناټو ۸۸ پوځیان وژل شوي ول.
وایي
په داسې بلا واوړې
چې پرتوګ په غاړه راوړې
اوس د دغه خره صیب ته څه ووایو چې څنګه برید یې کړی دی استشهادي، انتحاري، ځانمرګی، خرمرګی که څه؟
حتى دا دى القاعدي خر ده امريكايان دروع نه واى
محترمو لوستنګو عجبه اوعجایبه کیسي دي
د دنیا خلګ به حیران وی چي خره يي هم جنګ کوي یعني انسانان او حیوانان جنګ کوي
دنیا يي هم سر چرخه کړه موږ دنیا سر چرخه کړو چي اوس په ځان نه پو هیږو چي دهری لاری نه کار اخلو
اوس طالبان کم شوی دی نور نو مجبور شول چه د ځوان طالب جان په ځای اوس د خپل پلار په سر فدایی حملی کوی
یره تاندوالو ظلم مه کوئ. د خره حق دی چې مېړانه یې وستایل شي. ولې مو د هغه کمبخت عکس لیرې کړی دی؟
ټولو رسنيو ليکلي چې بريدګرپه خره سپور و،نه داچې خره بريدکړي تاندوال دي خپل معلومات دقيق کړي
ځینو رسنیو لیکلي و چې ځانمرګی برید و. ښايي د دې حملې لومړنی خبر تاند خپور وي. ممکن تر سبا سهاره خبر لا دقیق شي. او نورې نورې خبرې پکې پیدا شي خو متاسفانه موږ نه دومره وخت او نه دومره امکانات لرو چې هره شېبه هر خبر اپ ډېټ کړو. په لومړني خبر کې ویل شوي و چې د خره په وسیله حمله شوې ده. ستاسو له دقته مننه.
تاند
خر بوکه شو، خبر تباه شو، د سرای شهزاده نه خبر رارسیدلی دی چی د خرمرګی سره جوخت د خرو بیی د ا سهامو په نړیوال مارکیت کی په بی ساری ډول را غورځیدلی دی. نه اخیستونکی او نه هم پیرودونکی د خرو د ځای ته نه ور لنډ کیږی. دا په داسی حال کی دی چی زموږ د فرهنګی برخی خبریال راپور راکوی چی ددی خبر په خپریدو سره ښځینه خرو د طالبانو نظامی او سیاسی مقعر ته احتجاجی لیک استولی دی او طالبان یی په خر دښمنی تورن کړی دی. ددوی د وینا مطابق طالبانو خو لا پخوا ټول بشری ارزښتونه په ډیری بی شرمی سره ننګولی او تر پښو یی لاندی کړی اوس یی د خردښمنی ته هم ګیری غوړی کړی دی. ددی خرو په وینا چی خر یو د هغه ژوو څخه دی چی د خپل ټول تکاملی عمر په ملیونونه کلونو کی یی د وینی، وحشت، بربریت نه نه یواځی کرکه کړی بلکی تل یی د یو مسؤل او بادرکه حیوان په ډول هر نوع وحشت، ترهګری، او وینه تویونی سره د خپلو سرونو په خوځولو سره مخالفت څرګند کړی. خری په خپل لیک کی وايی: له څه مودی را په دی خوا دوی د زطالبانو تر منځ د خرو د طبیعت په اړه د دریځ بدلون داسی نوټ کړی چی طالبان فکر کوی چی خره به هم ددوی په څیر درنده، وحشی، وینه تويونکی، او ترهګر وی. خو دوی په دی غلط شوی. دا چی طالبان کولای شی چی خره په ځانمرګو بریدونو کی وکاروی دا د طالبانو کمال نه بلکی د خرو خپل د تحمل، برده باری، اوفرمانبرداری ځانګړتیاوی دی. ښځینه خری په پای کی طالبان ننګوی او لیکی: له دی نه روسته به موږ د یو مدنی احتجاج په توګه خپل کوښښ وکړو چی د طالبانو د کورنیو ناروغان په خپلو شاؤ باندی نه کلنیک او نه هم ملا او دم ګړی ته یوسو. ځکه دوی خو نه سرک پریږدی، او نه هم ډاکتر او کلنیک. دوی به په نهایت کی زموږ خدمتونو او چوپړ ته بیا بیا اړ کیږی. ددی لیک په ځواب کی د طالبانو نظامی او سیاسی لوړ پوړو چارواکو کوښش وکړ چی د خرو سره دا مخ په خرابی اړیکو کی سم سمی راولی نو ځکه یی د متوفی خر په نوم د هغه پاتی شونو ته اشتهادی لیک ورکړ. خو ښځینه خرو دددی لیک له منلو نه په دی انکار وکړ چی دوی دومره لا نه دی غورځیدلی چی د انسانانو او یا نورو ژوندیو د وینی او ژوند په بیه دی د حورو، غلمانو، میو، او ویلو خوبونه ووینی.
باید چې معلومات او خبر په دقیق ډول نشر شی!
فدایی د خره پواسطه پری شوی…….نو هیله ده هر څوک خپلو خبرو ته فکر وکړی چې څه لیکی
زه دصحنی شاهد یم تقریبا زما څخه په ۲۰۰ متری کی لری داحمله وشوه دوی د خره پواسطه چی د چودیدونکو موادو ډکی بوشقی ور باندی بار وی کار واخست پدی وخت کی د امریکایانو خاص قواوی د سرک د غاړی د ګزمی په حال کی وه هغه ساحی ته کوم ځای کی چی خر تړل شوی وه د ریموټ کنترول په واسطه حمله وشوه چی تقریبا ۱۲ خارجی عسکریی له منځه یوړول او یوه اندازه نور یی ټپیان شول.
ډیر ښه پرخروباندی باید خرحمله وکړی نه انسان داوهشی خره دی ښدی چی غوښه یی دخرو دغوښی سره ګډه شی انسانان الله پاک ډیر معتبرګرزولی دی ځکه پرخروباندی حملی نکوی ځکه دیوه انسان وینه دسلوخروسره لانه برابریږی نودښه خبره چی خره حمله
کړی ده