تاند- د امریکا دفاع وزیر چک هېګل په افغانستان کې د ناټو د پوځیانو د شمېر په اړه د خبرو لپاره د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې د ګډون په خاطر د راتلونکې اوونۍ د دوشنبې په ورځ بروکسل ته ځي .

دا په داسي حال کې ده چې له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د پاتې کېدونکو امریکايي پوځیانو د شمېر مسله لا حل شوې نه ده.

د سي این این تلویزیون د راپور له مخې داسي نښې نښانې څرګندې شوي چې ښايي ډېر لږ شمېر امریکايي پوځیان په افغانستان کې پاتې شي.

دا تلویزیون وايي چې د پینتاګون څو چارواکو ورته ویلي چې اوس اصلي تمرکز په دې دی چې په افغانستان کې دې د ناټو د غړیو هیوادونو او امریکا ټولټال د ۸ زرو او ۱۲ زرو ترمنځ پوځیان پاتې شي. د دغو پوځیانو په منځ کې به د درې زرو او څلورو زرو ترمنځ د ناټو د غړیو هیوادونو وي او پاتې نور به امریکایان وي.

د امریکا د دفاع وزارت یوه چارواکي وویل دا هم ممکنه ده چې د پوځیانو په نهايي شمېر کې یو څه بدلون راوړل شي خو د ده په وینا تغییر به ډېر لوی نه وي.

د ده په وینا کې په دې پرېکړه وشوه چې تر ۸ زرو دې لږ وي، په داسي حالت کې به دا پوځیان اغېزمن نه وي.

داسي ښکاري چې د ناټو د غړیو هیوادونو حکومتونه او همداراز د امریکا دفاع وزارت لېواله نه دي چې په افغانستان کې زیات شمېر پوځیان پرېښودل شي په تېره بیا په دې خاطر چې د امریکا دفاعي بودجه کمېږي.

سي این این وايي چې د اوباما حکومت به په راتلونکو دېرشو ورځو کې په دې اړه په پرېکړه تمرکز وکړي چې په افغانستان کې څومره پوځیان باید پرېښودل شي.

په افغانستان کې د ناټو او امریکا پوځیان د افغانستان او امریکا د امنیتي موافقې په صورت کې پاتې کېږي. افغانستان او امریکا د دې موافقې پر اکثرو شرایطو موافقه کړې خو یوازې د قضايي مصونیت پر سر د دواړو خواوو ترمنځ اختلاف حل شوی نه دی. د افغانستان ولسمشر دا مسله لویې جرګې او ملي شورا ته پرې ایښې چې په اړه یې پرېکړه وکړي.

د افغانستان ولسمشر تېره شپه یو ځل بیا وویل چې په افغانستان کې به د نړیوالو پوځیانو د قضايي مصونیت پر مسلې د پرېکړې لپاره په راتلونکو څو اوونیو کې لویه جرګه دایره شي.

هیګل او د ناټو د نورو غړیو هیوادونو دفاع وزیرانو ته به د بروکسل په غونډه کې د افغانستان د وروستي وضعیت په اړه معلومات ورکړای شي.

د ناټو ګڼ غړي هیوادونه د ډېر وخت لپاره په افغانستان کې د پوځیانو پرېښودو ته لېواله نه دي. ځکه به هېګل هڅه وکړي چې د دغو هیوادونو په اصلي او حقیقي ژمنې ځان پوی کړي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *