تاند- ناټو وايي نن شپه وویل چې دوو تنو، چې د افغانستان د ملي اردو یونیفورم یې په تن کې و، د نړیوالو ځواکونو دوه سرتېري په ډزو ووژل.
د ناټو په مشرۍ نړیوالو ځواکونو تراوسه پوري د دې پېښې نور جزییات نه دی څرګند کړي. ناټو د خپلو وژل شویو پوځیانو د هویت او ملیت په اړه هم څه نه دي ویلي.
خو د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت یوه چارواکي وویل، دا پېښه په کاپیسا ولایت کې شوې ده.
په کاپیسا ولایت کې پخوا فرانسوي پوځیان دېره ول خو تېر کال فرانسوي پوځیان له کاپیسا او د کابل له سروبي ولسوالۍ څخه ووتل.
دا په روان میلادي کال کې لومړنۍ حمله ده چې د افغان امنیتي ځواکونو له منځه پر نړیوالو پوځیانو کېږي.
تېر کال دې ته ورته لس بریدونه شوي ول چې په نتیجه کې یې د ایساف ۱۵ پوځیان وژل شوي ووژل شول.
په همدې حال کې وسله والو طالبانو ادعا وکړه چې د ناټو دا دوه سرتېري د دوی نفوذي کس وژلي دي.
ناټو پخوا د طالبانو اکثره اعداوې رد کړي او ویلي یې دي چې دا ډول حملې عموماً د کلتوري اختلافاتو له کبله کېږي.